اقتصادمهم خبرونه
په يوه اونۍ کې له هېواد د ۱۷۰ زره ټنه مالونو لېږد د اورګاډي له لارې

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامه کارونو وزارت اعلان کړی چې په تېرې يوې اونۍ کې ټولټال ۱۷۰ زره او ۶۲۶ ټنه سوداګريز توکي د هېواد د اورګاډي د پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي.
د دې وزارت وياند، محمد اشرف حقشناس، په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې دغه لېږدونه د حیرتان، آقینې، تورغندۍ او د خواف–هرات د اورګاډي له کرښو ترسره شوي دي.
نوموړي زياته کړه، دا پټلۍ د افغانستان د مهمو ترانزيتي لارو له ډلې دي چې د سوداګريزو توکو په لېږد او د کورنيو بازارونو د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري.
د خواف–هرات اورګاډي پټلۍ افغانستان د سيمې له ريل پټلۍ شبکې سره نښلوي، او د حیرتان، آقینه او تورغندۍ لارې د مالونو د وارداتو او صادراتو لپاره له بنسټيزو لارو څخه شمېرل کېږي.




