سياستمهم خبرونه

د افغانستان د زونونو د والیانو غونډه په کندهار کې ترسره شوه

د طالبانو د حکومت د کندهار د والي دفتر ویلي چې د افغانستان د اوو زونونو والیان په دې ولایت کې د یوې غونډې پر مهال د مهمو سیاسي، امنیتي او اقتصادي موضوعاتو په اړه غږېدلي دي.

د کندهار د والي د مطبوعاتي دفتر له خوا د چهارشنبې په ورځ، د دلوې په لومړۍ نېټه، خپاره شوي خبرپاڼې له مخې، د کابل، بلخ، هرات، ننګرهار، کندهار، کندز او پکتیا والیانو په دې غونډه کې ګډون کړی و. ویل شوي چې دغه چارواکي د طالبانو د مشر د حکم پر اساس د زونونو په کچه د ولایتونو د چارو د مشرتابه مسوولیت هم لري.

په دې غونډه کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه، د بېرته راستنېدونکو افغانانو ستونزې او د سوداګرۍ اړوند اسانتیاوو ارزونه د خبرو اصلي محورونه بلل شوي دي. همدارنګه په ټولو ولایتونو کې د ملا هبت‌الله اخندزاده د احکامو د پلي کولو پر اړتیا ټینګار شوی دی.

خبرپاڼه زياتوي چې د طالبانو واليانو یو شمېر مهم موضوعات د وروستۍ لارښوونې لپاره د ملا هبت‌الله اخندزاده دفتر ته په کندهار کې سپارلي دي. دا کار یو ځل بیا څرګندوي چې د طالبانو د ادارې د پریکړه نیونې تمرکز خورا زیات دی او په ولایتونو کې د سیمه‌ ییزو چارواکو صلاحیتونه محدود دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button