په افغانستان کې د سینه بغل پېښې زیاتې شوي؛ د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړه

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه میاشتني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تنفسي سیستم سختې عفونت یا سینه بغل پېښې د نوامبر په میاشت کې د پام وړ زیاتوالی ښیي، او د تېرې میاشتې په پرتله ۲۴.۶ سلنه زیاتې شوي دي.
د دې سازمان د معلوماتو له مخې، د ناروغیو د څار سیستم د نوامبر په میاشت کې ۱۴۷ زره او ۱۳۸ د حاد تنفسي عفونت پېښې او ۲۴۸ مړینې ثبت کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په میاشت کې دغه شمېره ۱۱۸ زره او ۹۰ وه. سره له دې چې ناروغي زیاته شوې، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د مړینې کچه لا هم ۰.۲ سلنه پاتې ده.
راپور زیاتوي، د نوامبر په میاشت کې ۹ زره او ۵۴۸ د اوبو له لارې د سخت اسهال پېښې او څلور مړینې ثبت شوي. دا شمېر د اکتوبر میاشتې په پرتله ۳۸.۲ سلنه کموالی ښیي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دې ناروغۍ پېښې له اګست میاشتې راهیسې په کمېدو دي.
د روغتیا نړیوال سازمان همداراز ویلي چې د ډینګې تبه مشکوکې پېښې زیاتې شوي دي، او د نوامبر په میاشت کې ۲ زره او ۳۵۷ پېښې ثبت شوي، چې د اکتوبر میاشتې پرتله ۲۱.۹ سلنه زیاتوالی ښیي. خو تر اوسه په ۲۰۲۵ کال کې د ډینګې تبه له امله کومه مړینه نه ده ثبت شوې.
په راپور کې راغلي، د ملاریا ناروغۍ پېښې د نوامبر په میاشت کې ۴ زره او ۸۰۴ ته راټیټې شوي، حال دا چې د اکتوبر میاشتې په جریان کې دغه شمېره ۱۵ زره او ۲۵۳ وه، چې ۶۸.۵ سلنه ټیټوالی ښیي. د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د ملاریا له امله کومه مړینه نه ده ثبت شوې.
د راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي، د نوامبر په میاشت کې ۳ زره او ۷۲۱ نوې د شری پېښې او پنځه مړینې ثبت شوي، چې د سپتمبر میاشتې پرتله ۵.۱ سلنه زیاتوالی ښیي. د دې سازمان په وینا، د شري واکسین ملي کمپاین لومړۍ مرحله پای ته رسېدلې چې شاوخوا ۸.۳ میلیونه ماشومان – د شپږو میاشتو او لسو کلونو ترمنځ – یې د هېواد په ۱۷ سړو ولایتونو کې تر پوښښ لاندې راوستي دي.
همداراز، د نوامبر په میاشت کې د کانګو خونریزې تبې ۴۷ پېښې او څلور مړینې ثبت شوې، چې د اکتوبر میاشتې په پرتله ۶۰.۸ سلنه کموالی ښیي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا ناروغي لوړ د مړینې کچه لري، او پر پیاوړي څار، وختي تشخیص او ژر مداخلې ټینګار شوی دی.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان روغتیایي نظام له جدي بحران سره مخ دی. د بهرنیو مرستو کموالی د هېواد په کچه د سلګونو روغتیايي مرکزونو د تړلو لامل شوی، او اوس مهال د روغتیا ډېری خدمات یوازې د نړیوالو موسسو له خوا پر مخ وړل کېږي – یوه وضعه چې د طالبانو تر ادارې لاندې لا هم له دوامداره حل پرته پاتې ده.




