د افغانستان پاسپورت د هنلي په نوملړ کې تر ټولو وروستۍ درجه کې؛ سنګاپور مخکښ

د هنلي د پاسپورت د شاخص له مخې، د افغانستان پاسپورت د نړۍ د تر ټولو کماعتبار پاسپورتونو په ډله کې ځای لري او د نوملړ په وروستۍ برخه کې راغلی دی. د افغانستان اتباع یوازې د ۲۴ هېوادونو لکه کمبودیا، موزمبیق، کینیا، سومالیا او سریلانکا ته پرته له ویزې سفر کولی شي.
تر افغانستان وروسته د سوریې، عراق، یمن، پاکستان، سومالیا، نیپال، بنګلهدېش او فلسطین پاسپورتونه په ټیټو ردهونو کې ځای لري.
پاکستان د افغانستان په پرتله درې درجې پورته، په ۹۸مه مرتبه کې دی او د پاکستان د پاسپورت لرونکي کولای شي بې له ویزې ۳۱ هېوادونو ته سفر وکړي.
په ۲۰۱۸ کال کې هم د افغانستان او عراق پاسپورتونه د نړۍ تر ټولو کمځواک پاسپورتونه بلل شوي وو.
برخلاف، د سنګاپور پاسپورت د ۲۰۲۶ کال په درجهبندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د دغه هېواد اتباع کولای شي بې له ویزې ۱۹۲ مقصدو ته سفر وکړي، چې دا مرتبه د جاپان، جنوبي کوریا، ډنمارک، لوکزامبورګ، اسپانیا او سویډن څخه لوړه ده.
جاپان او جنوبي کوریا د ۱۸۸ هېوادونو ته د لاسرسي له امله په دوهم ځای کې راغلي، تر هغوی وروسته ډنمارک، لوکزامبورګ، اسپانیا، سویډن او سویس د ۱۸۶ مقصدو ته د سفر د امکان له امله په درېیم مقام کې دي. لس نور اروپايي هېوادونه په ګډه څلورم مقام لري.
د هنلي د راپور له مخې، د قوي او کمزورې پاسپورتونو ترمنځ واټن له ۲۰۰۶ کال راهيسې په پام وړ ډول زیات شوی دی.
په هغه وخت کې د امریکا او د افغانستان د پاسپورتونو ترمنځ د لاسرسي توپير ۱۱۸ مقاصد و، خو اوس دا فاصله ۱۶۸ ته رسېدلې ده.
سربېره پر دې، د متحده عربي اماراتو پاسپورت په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو ډېر پرمختګ کړی او له ۲۰۰۶ کال راهيسې یې د بې ویزې سفرونو لپاره ۱۴۹ نوو مقصدو ته لاسرسی پيدا کړی دی.




