د بهرنیو اړیکو شورا: د افغانستان او پاکستان د جګړې د بیا پیل احتمال زیات شوی

یو امریکایي څېړنیز مرکز چې د بهرنیو اړیکو شورا نومېږي، په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د بیا پیل احتمال په ۲۰۲۶ کال کې زیات شوی دی. دغه بنسټ د دې اندېښنې اصلي لامل د پولهپراته سیمو کې د وسلهوالو بریدونو دوام او پراخېدل ګڼلي دي.
په راپور کې راغلي چې د سرحدي ناامنۍ او د وسلهوالو ډلو فعالیتونه کولای شي د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې لا پسې زیاتې کړي؛ ترینګلتیاوې چې په تېرو وختونو کې هم څو ځله د پوځي نښتو لامل شوې او د پولهپراته سیمو اوسېدونکو ته یې پراخ زیانونه اړولي دي.
د بهرنیو اړیکو شورا همدارنګه وړاندوینه کړې چې راتلونکی میلادي کال کې ښايي هند او پاکستان یو ځل بیا پوځي ټکر ته ورننوځي؛ یو حالت چې که رامنځته شي، د جنوبي آسیا د امنیت وضعیت به تر پخوا ډېر نازک کړي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې منتقدان د طالبانو د حکومت د ناتوانۍ یادونه کوي، چې نه شي کولای د وسلهوالو ډلو مخه ونیسي او د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د بریدونو مخه ډب کړي؛ یوه مسئله چې تر اوسه یې روښانه ځواب او عملي ګامونه نه دي لیدل شوي.




