اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان او پاکستان تر منځ بې‌سارې سوداګریز بندښت اته‌ياوېمې ورځې ته رسېدلی

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنايعو خونې ويلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او تګ راتګ بندښت نږدې ۸۰ ورځو ته رسېدلی او دا حالت د دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو په تاریخ کې بې‌سارې بلل شوی دی. د دې خونې په وینا، د سوداګریزو لارو تړل کېدو دواړو هېوادونو ته ستر اقتصادي تاوانونه رسولی او د ترانزيټي فعالیتونو بهیر عملي ډول فلج شوی دی.

د دې خونې د معلوماتو له مخې، د افغانستان او پاکستان ډېرو سوداګرو د خپلو پانګو لویه برخه له لاسه ورکړې او ميليونونه کسان چې په مستقيم يا غيرمستقيم ډول یې د سوداګرۍ، ترانسپورت او لېږد رالېږد په برخه کې کار کاوه، بې‌کار شوي دي. دغه اداره ټينګار کوي، سره له دې چې د پولو د پرانيستو په اړه ډېرې اوازې خپرې شوې، خو تر اوسه رسمي اعلان نه دی شوی.

شاهد حسين، د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې غړی، ويلي چې د سوداګرۍ اوږدمهال بندښت بې‌سارې زیانونه پرېښي او د دواړو لورو سوداګر د دغو زیانونو د جبران توان نه لري. ده زیاته کړه چې د دې ستونزې حل د خصوصي سکتور له وسه پورته دی او حکومتونه بايد د خلکو او سوداګرو د وضعيت په درک سره عملي حللار ولټوي.

د دې خونې مسؤلان همدارنګه وايي، د دواړو هېوادونو د سوداګرو او خصوصي سکتور د استازو اړیکې تل مثبتې وې او دوی څوځلې له سیاسي چارواکو غوښتي چې سیاسي مسلې له سوداګرۍ جلا کړي. د دوی په باور، د دې حالت دوام نه يوازې د دواړو هېوادونو وګړي، بلکې د سيمې اقتصاد هم اغېزمن کړی دی.

په همدې مهال، د افغانستان د خصوصي سکتور مسؤلین هم تاييدوي چې پر سوداګرۍ سیاسي اغېز د مالونو د بندېدو او درنو زيانونو لامل شوی دی. میرويس حاجي‌زاده، د کرنې او مالدارۍ خونې لومړي مرستيال، ويلي چې د افغانستان سوداګري د سیاسي پرېکړو قرباني شوې او دواړه خواوې زيانمنې شوې دي.

بلخوا، يو شمېر افغان سوداګر وايي چې د تورخم دروازې د تړل کېدو په غبرګون کې یې د بديلو بازارونو لټه پيل کړې ده. امید حیدري، يو سوداګر، وايي چې د افغانستان يو شمېر کرنيز محصولات قطر، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او قرغيزستان ته صادر شوي دي.

له دې مخکې، ذبيح‌الله مجاهد، د طالبانو د اداری وياند، ويلي وو چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو پرانيستل د اسلام‌اباد له لوري د معتبر ضمانتونو له وړاندې کولو سره تړلي دي. ده ټينګار کړی و چې دغه لارې يوازې هغه وخت به پرانيستل کېږي چې ډاډ ورکړل شي، په راتلونکي کې به د سياسي فشارونو يا يواړخيزو اقداماتو له امله نه تړل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button