د افغانستان او پاکستان د تجارتي لارو تړل هر میاشت پاکستاني سوداګرو ته ۱۷۷ میلیونه ډالره زیان رسوي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتي لارو دوامدار تړل د پاکستان د صادراتو پر سکتور دروند اغېز کړی او د دغه هېواد سوداګر هره میاشت شاوخوا ۱۷۷ میلیونه ډالره تاوان ویني.
د دغو راپورونو پر بنسټ، د پاکستان صادرونکو خبرداری ورکړی چې که دغه حالت دوام وکړي، ښایي د افغانستان او د منځنۍ آسیا د هېوادونو مارکېټونه دایمي له لاسه ورکړي؛ هغه مارکېټونه چې د کلونو په ترڅ کې پرې پانګونه او د باور جوړونې هڅې شوې وې.
افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت له امله د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ یو مهم ترانزیټي دهلیز بلل کېږي. خو د بندرونو تکراري تړل، محدودیتونه او د طالبانو د ادارې لهخوا د ثابتې سوداګریزې تګلارې نشتوالی د سیمهییز تجارت عادي بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
اقتصادي کارپوهان باور لري چې د دغه وضعیت دوام نهيوازې د پاکستان اقتصاد ته زیان رسوي، بلکې د افغانستان سوداګرو او مصرفوونکو ته هم تاوان اړوي، د کار فرصتونه، د توکو لاسرسی او د دواړو خواوو ترمنځ تجارتي باور کمزوری کوي.




