نږدې ۲۰ زره کورنۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له امله بېځایه شوې

د نړيوال خوراکي پروګرام (WFP) ويلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي د زياتوالي له امله نږدې ۲۰ زره کورنۍ اړې شوې چې د خپل ژوند د خونديتوب لپاره خپل کورونه پرېږدي.
يادې ادارې د چهارشنبې په ورځ په يوه اعلامیه کې ويلي دي چې بېځايه شويو کورنيو ته په يو شمېر اغېزمنو سيمو کې ځای ورکړل شوی او دوی بېړنيو بشري مرستو ته سخته اړتيا لري. د نړيوال خوراکي پروګرام په وينا، دغه اداره په ۱۲ اغېزمنو ولايتونو کې حضور لري او له زيانمنو کورنيو سره د ژوندي پاته کېدو اړينې مرستې ترسره کوي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دا مرستې د خوراکي توکو او نورو بېړنيو مرستهيي توکو څخه جوړې دي، چې د کورنيو د ژوند ساتنې لپاره په بحراني حالاتو کې برابريږي. نړيوال خوراکي پروګرام ټينګار کړی چې د دوی تمرکز د بېځايه شويو د لومړنيو اړتياوو پر فوري پوره کولو دی.
د تاوتريخوالي زياتوالی په داسې حال کې د کورنيو د تازه بېځايتوب لړۍ پيل کړې چې د سرحدي سيمو ډېری اوسېدونکي له پخوا د اقتصادي ستونزو او د بنسټيزو خدماتو له کمښت سره مخ دي. په دې وضعيت کې د تاوتريخوالي مسوولانه مديريت او د ملکي وګړو پر حالت جدي پاملرنه لا ډېره اړينه شوې ده.




