مهم خبرونهنړیوال

د څو هېوادونو هرکلی د افغانستان او پاکستان د لنډمهاله اوربند څخه د کوچني اختر په مناسبت

له دې سره هممهاله چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د کوچني اختر په مناسبت لنډمهاله اوربند اعلان شو، سعودي عربستان، ترکيه، سوريه، اردن او کوېت له دې اقدامه هرکلی کړی او دا یې د تاوتريخوالي د کمېدو په لور يو مهم ګام بللی دی.

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې دا اوربند د دواړو ګاونډيو هېوادونو تر منځ د تاوتريخوالي د کمېدو لپاره يو مهم اقدام بللی او ويلي دي چې دا ډول ګامونه کولای شي د خبرو اترو، امنيت او سيمه‌ييز ثبات د پیاوړتیا زمينه برابره کړي. د کوېت د بهرنيو چارو وزارت هم دا اقدام «مثبت ابتکار» بللی، چې د دواړو لوريو تر منځ د تاوتريخوالي په کمولو کې مرسته کوي.

کوېت د دې ترڅنګ د قطر، سعودي عربستان او ترکيې د هڅو ستاینه کړې چې د دې بهير په اسانولو کې یې رول لوبولی دی، او ټينګار یې کړی چې خبرې اترې او سوله‌یيز ميکانيزمونه د شخړو د حل تر ټولو اغېزمنې لارې دي. د اردن د بهرنيو چارو وزارت هم د اوربند هرکلی کړی، د سوله‌یيزو حل لارو ملاتړ یې اعلان کړی او د منځګړيتوب کوونکو هېوادونو رول یې ستایلی دی.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه بله جلا اعلاميه کې د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د اوربند له تړون څخه هرکلی کړی او د دواړو خواوو مثبت غبرګون یې وستایه. رياض ټينګار کړی چې د سولې، امنيت او ثبات د پیاوړتیا لپاره به له خپلو ديپلوماتيکو هڅو دوام ورکړي.

ترکيې هم د دې پرمختګ هرکلی کړی او هيله يې څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه به د اوربند له موافقې سره خپلې ژمنې عملي وساتي.

په ورته مهال، د طالبانو د ادارې وياند ذبيح‌الله مجاهد د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د طالبانو تر ادارې لاندې امنيتي او دفاعي ځواکونه د کوچني اختر د رارسېدو او د اسلامي منځګړو هېوادونو، لکه سعودي عربستان، ترکيې او قطر، د غوښتنې له مخې خپلې دفاعي عمليات «ردالظلم» په موقتي ډول درولي دي.

افغانستان او پاکستان په وروستيو کلونو کې د پوله‌ييزو شخړو او نښتو شاهدان پاتې شوي دي؛ يو حالت چې د سيمه‌ييز ثبات په اړه اندېښنې را ولاړې کړې دي. اوس د سيمې هېوادونه باور لري چې د خبرو اترو دوام کولای شي د شته تاوتريخوالي د زياتېدو مخه ونيسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button