رپوټونهمهم خبرونهمهم سرلیک

د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې اترې؛ د اوربند دوام، خو د سولې لاره لا لرې ده

د طالبانو له‌خوا د افغانستان د ولکې لاندې او پاکستان ترمنځ یو کال ترینګلي اړیکې په سعودي عربستان کې د نوې دورې خبرو اترو سره نوې پړاو ته ننوتلې دي. دغه خبرې اترې، که څه هم د پام وړ پرمختګ ته ونه رسېدې، یو مهم پایله یې درلوده: د دواړو هېوادونو ترمنځ د نازک اوربند دوام تایید شو.

خو بیا هم، د ریاض د خبرو میز کې هماغه پخوانی اختلاف یو ځل بیا څرګند شو: اسلام‌اباد لا هم کابل تورنوي چې د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان (TTP) ته یې ځای ورکړی؛ طالبان بیا دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان د کورني امنیت مسوولین نه دي.

په همدې حال کې، زرګونه افغان کورنۍ چې د جګړو په کلونو کې پاکستان ته کډه شوې وې، اوس له نیولو او شړلو سره مخ دي؛ ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې میلیونونه افغانان اړ ایستل کېږي چې بېرته یو داسې هېواد ته لاړ شي چې له ژور بشري بحران او پراخ بشري حقونو سرغړونې سره مخ دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې نوې هڅې د تېرو ناکامو تجربو تر سیوري لاندې د تېرې اوونۍ په پای کې په سعودي عربستان کې ترسره شوې. دا پټې خبرې د پاکستان د پوځي، امنیتي او دیپلوماتیکو استازو او د طالبانو ترمنځ تر سره شوې.

دغه خبرې د یو لړۍ دیپلوماتیکو هڅو برخه وې چې له دې وړاندې په دوحه او استانبول کې هم ترسره شوې وې. د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د پولي نښتو له امله چې لسګونه کسان په کې ووژل شول او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر ټولو خونړۍ نښتې بلل شوې، دواړو خواوو د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې پر سمدستي اوربند هوکړه کړې وه.

خو هڅې چې دا اوربند یو دوامدار توافق ته واړوي، په استانبول کې ناکامې شوې. راپورونه وايي چې د استانبول خبرې پرته له دې چې د سولې هوکړه ترلاسه شي، پای ته ورسېدې، که څه هم دواړو خواوو د لنډ مهاله اوربند دوام ته رضايت وښود.

اوس د ریاض د نوې هڅې په ترڅ کې سعودي هم د منځګړو د لېست برخه گرځېدلی، خو د عربستان تازه خبرې بیا هم «بې له وروستي توافق» پای ته ورسېدې. د دواړو هېوادونو چارواکو رویټرز ته ویلي چې یوازې د اوربند دوام تایید شوی او اصلي اختلافونه لا هم پر ځای پاته دي.

د دغو خبرو اهمیت د سرحدي تاوتریخوالي او د TTP تر سیوري لاندې مشخص شوی. د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې پراخې نښتې وشوې. پاکستان ادعا وکړه چې د افغانستان له خاورې د بریدونو په ځواب کې یې د طالبانو پر پوستو او د یاغیانو د زده کړې پر مرکزونو بریدونه کړي دي، او آن یې یو شمېر پوستې نیولي دي. طالبان دغه ادعاوې رد کړې او دا بریدونه یې د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض وباله.

په دغو تقابلونو کې یو نوم ځل بیا مطرح شوی: تحریک طالبان پاکستان (TTP). دغه ډله له ۲۰۰۷ کال راهیسې د پاکستان دولت پر ضد مبارزه کوي او اسلام‌اباد دا ډله د وروستیو کلونو د سلګونو مرګونو بریدونو مسؤله بولي. د پاکستان د څېړنیزو بنسټونو د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له ۲ زره زیات کسان د وسله‌والو بریدونو له امله وژل شوي.

پاکستان وايي چې د TTP مشران او جنګیالي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه طرحه کوي؛ طالبان دا تورونه بې‌اساسه بولي او ټینګار کوي چې له خپلې خاورې به د بل هېواده د ضد برید لپاره کار وانخېستل شي.

طالبان دغه راز خبرداری ورکوي چې که پر دوی د TTP پر وړاندې د زیات فشار هڅه وشي، نو کېدای شي دا کار د طالبانو په لیکو کې داخلي اختلافونه او د سخت دریځو ډلو لکه داعش خراسان ته د جنګیالیو ورتګ سبب شي؛ دا تحلیل چې ځینې سیمه‌ییز امنیتي کارپوهان یې هم ممکن ګڼي.

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ وروستۍ دیپلوماتیکې هڅې د دریو ښارونو پر محور ترسره شوې: دوحه، استانبول او ریاض.

په دوحه کې د اکتوبر د نښتو پر مهال، د پاکستان او طالبانو د دفاع وزیران پر سمدستي اوربند موافق شول، چې دا کار له خوا د عربستان، ترکیې او قطر یوه «مثبت ګام» بلل شوی و.

اوس په ریاض کې بیا هغه پخواني اختلافونه هماغسې پاتې دي؛ اسلام‌اباد غواړی چې کابل له پاکستان ضد وسله‌والو سره خپلې اړیکې په لیکلي بڼه رد کړي؛ طالبان بیا وایي چې د پاکستان د داخلي امنیت تأمین له دوی سره تړاو نه لري.

واقعیت دا دی چې اوسنی اوربند د یوه جوړښتي توافق نه، بلکې د سیمه‌ییزو فشارونو او د یوه «ستر جنګ» څخه د ګډې وېرې پایله ده. اسلام‌اباد له اقتصادي بحران او کابل له نړیوال بندیز او انزوا سره مخ دی.

په داسې حال کې چې د لوکسو هوټلونو میزونو شاته چارواکي د بیان‌نامو پر لغتونو چنې وهي، د دې بحران اصلي قربانیان عام خلک دي؛ په ځانګړي ډول هغه افغان کډوال چې کلونه پخوا پاکستان ته تللي وو.

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنولو کمپاین پیل کړی. د نړیوالې کډوالۍ ادارې او رسنیو د راپورونو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو میاشتو کې لسګونه زره افغانان زورول شوي او هېواد ته اړ ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د تازه معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ د اپریل له لومړۍ نېټې راهیسې، شاوخوا ۱٫۱۷ میلیونه افغانان له پاکستانه راستانه شوي، چې په هغوی کې لسګونه زره تنه زوراً ایستل شوي او نور د مرستندویو مؤسسو په مرسته راستنېدلي.

UNHCR وایي چې ډېری راستنېدونکي د بشري حقونو له جدي خطر سره، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، مخ دي. د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کارپوهانو د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۹ خبرداری ورکړی و چې د اسلام‌اباد د «ناقانونه اتباعو د ستنولو» د تګلارې له امله میلیونونه افغانان د اخراج له ګواښ سره مخ دي؛ یو اقدام چې حتی د رسمي کډوالۍ کارت لرونکي هم پکې خوندي نه دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل کمپاین «له موږ سره د انسان په شان چلند وکړئ» کې ویلي چې له سپتمبر ۲۰۲۳ تر فبروري ۲۰۲۵ لږ تر لږه ۸۴۴ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ډېر پکې کلونه کلونه په پاکستان کې ژوند کاوه؛ کاروبار یې درلود، لوڼې یې په ښوونځیو کې درس ویل، او اوس بېرته داسې هېواد ته استول کېږي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم پکې منع دی.

هر ځل چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې ترینګلې شي، افغان کډوال د فشار وسیله ګرځي، داسې وسیله چې نه د خبرو په میز کې ناست دي او نه یې غږ په رسمي بیانونو کې اورېدل کېږي.

د افغانستان–پاکستان بحران نور یوازې دوه اړخیز اختلاف نه دی، بلکې د سیمې او نړۍ د لویو لوبغاړو د سیالۍ یوه ځمکه ګرځېدلې.

د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو له پراخېدو، د قطر او ترکیې رول تر منځګړیتوب کې، تر سعودي عربستانه چې تازه د دې پروسې یوه مهمه برخه جوړه شوې. سعودی عربستان د اوربند هرکلی وکړ او قطر او ترکیې د هڅو ستاینه وکړه.

دغه ټول متغیرونه دا معنا لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله یوازې جغرافیایي خط نه، بلکې د سیمه‌ییزو نوښتونو او امنیتي سیالیو سرحد هم دی، له ایران او چین نیولې، تر هند، ترکیې، قطر او سعودي پورې.

د دې وضعیت د راتلونکي لپاره درې سناریوګانې تر ټولو احتمالي بلل کېږي:

۱. د شکننده اوربند دوام، خو بې له جوړښتي سولې.

۲. د محدود تشدد دوامدار زیاتوالی او کم‌شدت جګړه.

۳. د سیمې او نړیوالو فشارونو له امله د اړیکو بیا تعریف او یوه اوږدمهاله هوکړه.

په هر حالت کې، د افغان-پاکستان خبرو اصلي ازموینه دا نه ده چې ایا یو بل اوربند دوام کوي که نه، بلکې دا ده چې ایا دا سولې به د عامو خلکو پر ژوند هم تاثیر ولري او د هغو افغانستاني پناه‌غوښتونکو، سرحدي اوسېدونکو، ښځو او نجونو امنیت ته به بدلون ورکړي، چې همدا اوس د بې‌باورۍ تر آسمانونو لاندې یوه عادي او سوله‌يېزه ژوند ته سترګې په لاره دي.

که چیرې د دوحه، استانبول او ریاض خبرو یوازې د یوه بله ناستې ځای وي، خو پایله یې نه وي، نو دا اوسنی اوربند به هم له اوږدمهاله تاوتریخوالي څخه یوازې یوه لنډه تمځای وي؛ نه د تلپاتې سولې لاره.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button