دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د سمدستي بندېدو غوښتنه د رمضان له وروستۍ لسیزې مخکې

علي محي‌الدين القره‌داغي، د نړيوالې اتحاديې د اسلامي عالمانو مشر، د يوې فتوا په خپرولو سره له افغانستان او پاکستان څخه د جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده او ټينګار يې کړی چې دغه شخړې بايد د رمضان د وروستۍ لسيزې له پيل مخکې پای ته ورسېږي.

القره‌داغي دغه فتوا په ټولنيزې رسنۍ ایکس کې خپره کړې او ليکلي يې دي چې د دوو مسلمان هېوادونو ترمنځ جګړه له اسلامي اصولو سره په ټکر کې ده، په ځانګړي ډول د روژې په مياشت کې چې د يووالي او د تاوتريخوالي د مخنيوي وخت بلل کېږي.

نوموړي له د دواړو هېوادونو له مشرانو غوښتي چې ژر تر ژره جګړه ودروي او د خبرو اترو له لارې د خپلو اختلافونو د حل هڅه وکړي. د هغه په وينا، دا خبرې اترې کولای شي د قطر، سعودي عربستان او ترکيې په منځګړيتوب پر مخ ولاړې شي.

د نړيوالې اتحاديې د اسلامي عالمانو رئيس په دوام کې ټينګار وکړ چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه د اسلامي شريعت له نظره حرامه ده او اسلامي هېوادونه بايد د مخالفت پر ځای د يووالي د پياوړتيا او د ګډ دريځ د رامنځته کولو پر لور تمرکز وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button