سياستمهم خبرونه

په پېښور کې د افغانستان او پاکستان ګډه د سولې جرګه تر سره کېږي

ټاکل شوې ده د مارچ په ۳۱مه نېټه د افغانستان او پاکستان ترمنځ يو ګډه د سولې جرګه د پېښور په ښار کې ترسره شي؛ دغه غونډه د دې لپاره جوړيږي چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د سولې، ثبات او خبرو اترو لپاره ګډ چوکاټ جوړ کړي. دا جرګه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستيو مياشتو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ تاوتريخوالی زيات شوی دی.

د «جيو نيوز» د راپور له مخې، ارباب شهزاد خان، چې د خېبرپښتونخوا پخوانی د سکرترېت مشر او د «اسپاير–خېبرپښتونخوا» ادارې مسوول دی، په يوه ګډ خبري کنفرانس کې له حاجي سهراب علي خان، د تحريک قومي اصلاحي مشر سره د دې جرګې د جوړېدو خبر ورکړ. هغه وويل چې سياسي مشران، قبایلي مشران، ديني عالمان، د مدني ټولنې غړي، سوداګر او د رسنيو استازي به په دې غونډه کې برخه اخلي.

د ده په وينا، يو شمېر سياسي څېرې چې مخکې هم د افغانستان او پاکستان د اړيکو د ښه‌والي او د تاوتريخوالي د کمېدو لپاره هڅې کړي، دې جرګې ته بلل شوي دي. د غونډې تنظیموونکو ټينګار وکړ چې د جرګې اصلي تمرکز به پر متقابل درناوي، باور جوړونې او جدي خبرو اترو وي، څو دوامدارې سولې ته لاره هواره شي.

ارباب شهزاد خان زياته کړه، چې د غونډې په پاى کې به يوه ګډه اعلاميه د سولې په ملاتړ خپره شي او د دواړو هېوادونو چارواکو ته به ولېږل شي. هغه اصلي موخه دا وبلله چې ګډه لار جوړه شي څو د خبرو اترو بهير پياوړی او اوسنی تاوتريخوالی کم شي، او د دې ډول جرګې ترسره کېدل يې په اوسني حالت کې «يو عاجل ضرورت» وبللو.

د تنظیموونکو په وينا، د پېښور تر ناستې وروسته به ورته جرګې د کوټې په ښار او په ځينو نورو سيمو کې هم ترسره شي، څو ټول اړوند خواوې د سولې په بهير کې برخه واخلي او د سيمې د تاوتريخوالي د کمولو لارې وڅېړل شي.

د دې جرګې ګډونوال به همدارنګه له د افغانستان او پاکستان له مشرانو وغواړي چې سمدستي اوربند اعلان کړي، د تاوتريخوالي کچه راټيټه کړي او شخړې د ډيپلوماتيکو لارو هوارې کړي. خو، سره له دې، د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی لا هم دوام لري، او تنظیموونکي هيله لري چې دا غونډه به د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د رغنده خبرو اترو د پيل زمينه برابره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button