مهم خبرونهنړیوال

د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیز میکانیزم د بیا فعالولو وړاندیز د تاوتریخوالي د کمولو لپاره

په داسې حال کې چې د چین او پاکستان د ستراتیژیکو خبرو اووم پړاو په بیجینګ کې پیل شوی، د پاکستان پخواني سفیر په کابل کې، منصور احمد خان، د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیز جوړښت د بیا ارزونې غوښتنه کړې، څو د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ تاوتریخوالی مدیریت شي.

نوموړي ویلي، دا چوکاټ کولای شي په تاوتریخوالي د کمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بنسټیزو ستونزو په حل کې مؤثر رول ولوبوي؛ هغه ستونزې چې د پاکستاني طالبانو تحریک، امنیتي اندېښنو، د دواړو غاړو اوسېدونکو تګ راتګ او د سوداګرۍ او ترانزیټ بیا پیل موضوعات رانغاړي.

احمد خان زیاته کړې چې د دغه میکانیزم هدفمند کارونه کولای شي په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو د تحریک د فعالیتونو په وړاندې او د افغانستان او پاکستان تر منځ د فرضي کرښې په مدیریت کې مرسته وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې دا ګام به د خلکو د تګ راتګ او اقتصادي فعالیتونو د عادي کېدو زمینه برابره کړي، هغه موضوعات چې په وروستیو کلونو کې د امنیتي تنشونو او د همغږۍ د نشتوالي له امله له جدي محدودیتونو سره مخ دي.

د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیز میکانیزم په ۲۰۱۲ کال کې جوړ شو، چې موخه یې د امنیتي همکارۍ، د تروریزم پر ضد مبارزې او د سیمه ییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره منظمې خبرې وې. خو منتقدان وايي، د ناامنۍ دوام او د طالبانو د ادارې له لوري د ګاونډیانو د امنیتي اندېښنو په اړه د عملي ژمنتیا نشتوالی د دې ډول نوښتونو اغېزمنتوب له ستونزو سره مخ کړی.

تر دې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي و چې بیجینګ به د افغانستان او پاکستان د اړیکو د پیاوړتیا او ښه والي لپاره خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button