امنیت او پېښېمهم خبرونه

د افغانستان او پاکستان پر پوله نښتې زیاتې شوې؛ د خوست په زازی میدان کې د پاکستاني ځواکونو بریدونه

د طالبانو د ادارې د مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، پاکستاني ځواکونو د خوست ولایت د زازی میدان ولسوالۍ اووه کلي د توپخانې او هاوان بریدونو لاندې نیولي دي. د ده په وینا، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه دوه ملکي وګړي ټپیان شوي او د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر کورونو او یو جومات ته زیان رسېدلی دی.

فطرت د سه‌شنبې په ورځ، د حوت ۱۹مه، په خپل ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه کې لیکلي چې پاکستان د ده په وینا «په افغان خاوره کې د جنګي جنایتونو» دوام ورکوي. نوموړي د بریدونو د دقیق وخت او تاوتریخوالي د کچې په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د خوست د زازی میدان ولسوالۍ د پاکستان پوله‌یزه سیمه ده چې په تېرو کلونو کې هم د سرحدي نښتو او تاوتریخوالو شاهد پاتې شوې ده. د دغو پېښو زیاتوالی د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې راپارولي او یو ځل بیا یې د پوله‌یزو سیمو د امنیت مسله مطرح کړې ده.

په وروستیو ورځو کې د دواړو غاړو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او راپورونه خپاره شوي چې په نښتو کې ملکي تلفات او د خلکو بې‌ځایه کېدل هم رامنځته شوي دي. سره له دې چې د طالبانو اداره د ټول هېواد د امنیت دعوه کوي، خو د سرحدي بریدونو دوام ښيي چې د دغو سیمو اوسېدونکي لا هم له ګواښونو سره مخ دي.

دا بریدونه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي او یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د دواړو لوریو څخه غوښتنه کړې چې د ملکي وګړو د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره جګړه ودروي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button