د امنیت شورا: له پاکستان سره پولهیز تاوتریخوالی افغانستان ته هره ورځ نژدې یو میلیون ډالر زیان اړوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو ادارې او پاکستان تر منځ روان تاوتریخوالی، په تېره د دواړو هېوادونو پر ګډ سرحد، افغانستان ته ستر اقتصادي او امنیتي تاوانونه اړولي دي.
په راپور کې راغلي چې د ننګرهار په تورخم او د کندهار په سپینبولدک کې د مهمو تجارتي لارو بند پاتې کېدو له امله افغانستان ته هره ورځ نژدې یو میلیون امریکایي ډالر اقتصادي زیان اوړي. دغه وضعیت د افغانستان د سوداګرۍ کچه راکمه کړې، د وارداتي توکو بیې یې لوړې کړي او د خوراکي موادو او ورځنیو اړینو توکو د تأمین لړۍ یې ګډوډه کړې ده.
امنیت شورا زیاته کړې، چې دا وروستي ترینګلتیاوې د طالبانو د پولې ساتونکو او د پاکستاني پوځ تر منځ د مستقیمو نښتو نتیجه ده او خبرداری یې ورکړی، چې که د دې اختلافاتو ريښې حل نه شي، نو نظامي شخړې نورې هم پراخېدلی شي.
دغه نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی، چې د تاوتریخوالي دوام یواځې د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم خرابوي، بلکې د سیمې ثبات ته هم ګواښ پېښوي. امنیت شورا وایي، د دغې وضعې د مهار او د تشنج د مخنیوي مسؤلیت د طالبانو پر اداره اچول شوی دی.




