امنیت او پېښېمهم خبرونه

په بدخشان کې ۵۲ کیلوګرامه نشه‌یي مواد نیول شوي

د بدخشان ولایت د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې ریاست اعلان کړی چې د دوی ځواکونو توانېدلي چې د کشم ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۵۲ کیلوګرامه نشه‌يي مواد له قاچاق څخه ونیسي. د چارواکو په وینا، دغه مواد په یوه موټر کې په ډېر ماهرانه ډول پټ شوي وو.

د دې عملیاتو په ترڅ کې، دوه تنه د سیمې اوسېدونکي چې د دغو نشه‌يي موادو په قاچاق تورن ګڼل کېږي، نیول شوي دي. پولیس وایي چې د دغو کسانو دوسیې تیارې شوې او د قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کیږي.

بدخشان ولایت د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله د افغانستان په شمال ختیځ کې د نشه‌يي موادو د قاچاق له مهمو ترانزیتي لارو ګڼل کېږي. سره له دې چې نړیوالو ادارو څو څو ځله اخطارونه ورکړي، طالبان تراوسه پورې د دغې ناسمو شبکو د مهار لپاره مؤثر اقدامات نه‌دي کړي او له قاچاق‌برانو سره سیستماتیک چلند ډېر لږ ترسره شوی دی.

طالبانو تر اوسه د نشه‌يي موادو د پراخېدونکي تجارت د مخنیوي لپاره نه شفافه تګلاره وړاندې کړې او نه هم حساب ورکوونکي اقدامات کړي، په داسې حال کې چې د قاچاقي باندونو د فعالیتونو زیاتوالی نه یوازې سیمه ییز امنیت ګواښي، بلکې د ټولنې، په ځانګړي ډول ځوانانو لپاره پراخې منفي پایلې لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button