د افغانستان او پاکستان د پولې تړل کېدو له امله ۵۰ میلیونه ډالر انګور فاسد شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې وايي چې له دوه مياشتو زيات وخت راهيسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو او تجارتي لارو تړل کېدل د پراخو اقتصادي تاوانونو لامل شوي دي. د دغې خونې د مديريې غړی، خانجان الکوزی وايي، يوازې د انګورو د صادراتو په برخه کې شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالر زیان اوښتی او د بڼوالو حاصلات له بازار ته تر رسېدو مخکې فاسد شوي دي.
الکوزی وايي، د پولو تړل کېدل نه يوازې افغان سوداګر، بلکې پاکستاني تجاران هم زیانمن کړي دي. د هغه په وينا، په داسې حال کې چې د افغانستان انګور د پولو په سيمه کې له منځه ولاړل، اوس د پاکستان سبزيجات د سرحد آن بل اړخ ته پاتې دي او هره ورځ پاکستان ته میلیونونه ډالر زيان رسېږي.
د سوداګرۍ خونې ياد غړی زياتوي چې افغانستان له پاکستان سره پنځه مهم او ستراتيژيک بندرونه لري او دا مهال د افغان سوداګرو ترانزیټي مالونه چې شمېر يې له ۱۰ تر ۱۵ زره کانټينرونو رسېږي، د پاکستان په بندرونو کې بند پاتې دي. د هغه په خبره، د دغو مالونو دوامداره بند پاتې کېدل د اجناسو د خرابېدو او د تجارتي ارزښت د له منځه تلو سبب ګرځي او سوداګرو ته هره ورځ دروند مالي زيان اړوي.
الکوزی همداراز ويلي، له دې مخکې چې دغه تګلارې وتړل شي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ مياشتنی سوداګریز حجم شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېده، خو اوس دا دادوستد په بشپړ ډول درېدلی دی. د هغه په وينا، په دې موده کې نږدې ۶۰۰ میلیونه ډالر سوداګري نه ده ترسره شوې، فابریکې درېدلې او د هېواد اقتصاد ته درنه ضربه رسېدلې ده.
نوموړي د کورنيو بازارونو د توکو د بيې لوړوالی او د بڼوالو مالي تاوانونه د دې حالت مستقيمې پايلې بللې او خبرداری يې ورکړی چې که پولې تړلې پاتې شي، د زيانونو کچه به هره ورځ ډېره شي. دغه حالت، د طالبانو له لوري د سرحدي شخړو د حل لپاره د روښانه تګلارې د نه شتون ترڅنګ، د سوداګرۍ او د خلکو د ژوند د راتلونکې په اړه اندېښنې پياوړې کړې دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي او سرحدي لاري وروسته له هغو وتړل شوې چې د دواړو لورو ځواکونو ترمنځ د اته ورځو نښتو راپور ورکړل شو. سره له دې چې له دغه حالت دوه مياشتې تېرې شوې، دواړه خواوې لا تراوسه د دغو حياتي لارو د بېرته پرانيستلو په اړه موافقې ته نه دي رسېدلې.




