د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې شدیدې شوې

د پاکستان له لوري د کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ننګرهار پر ځینو برخو د هوايي بریدونو وروسته، د افغانستان او پاکستان تر منځ کړکېچ نوې مرحلې ته داخل شوی دی. د طالبانو د حکومت ویاند وایي، په دغو بریدونو کې استوګني کورونه په نښه شوي او ښځې او ماشومان وژل شوي دي. هممهاله د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان پر پوځي تاسیساتو د تلافۍ حملو خبر ورکړی دی.
ذبیحالله مجاهد، د طالبانو د حکومت ویاند، ویلي چې د پاکستان پوځ د «تېرو بریدونو د دوام» په توګه ملکي سیمې بمبار کړې دي. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي کسان، چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، وژل شوي او طالبان به دا کار بې ځوابه پرې نه ږدي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند هم ویلي چې په مومنددره ولسوالۍ کې یو استوګنی کور په نښه شوی، چې د یوې ښځې او یو ماشوم د وژل کېدو لامل شوی دی. د سیمې اوسېدونکو د چاودنې شدت ډېر بللی. عبدالرحمان، د ننګرهار یو اوسېدونکی، ویلي چې خلک شاوخوا وویشتل شول او څو ښځې سخت ټپیانې شوې.
په غبرګون کې، د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویلي چې نن سهار د افغانستان هوايي ځواک د خیبرپښتونخوا ایالت په کوهات سیمه کې د پاکستان د پوځ ستراتیژیک مرکزونه او تاسیسات په نښه کړي دي. د دغه وزارت په وینا، د کوهات پوځي قلعه، د جګړې د قوماندې مرکز او د دې اډې د قوماندان دفتر د برید هدف ګرځېدلي دي.
صدیقالله نصرت، د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت مرستیال ویاند، ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې پوځي تاسیسات، دیپوګانې او د سرتیرو استوګنځایونه ویجاړ شوي او درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي. خو تر اوسه خپلواکو سرچینو د دغو ادعاوو جزئیات نهدي تایید کړي.
دغه پېښې کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. حامد کرزی، د افغانستان پخواني ولسمشر، د پاکستان بریدونه د ګاونډیتوب اصولو، انساني ارزښتونو او نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي بللې ده او له پاکستاني حکومت یې غوښتي چې د دښمنۍ لاره پرېږدي او د ښه اړیکو لور ته ولاړ شي.
عبدالسلام ضعیف، په اسلاماباد کې د طالبانو د پخواني حکومت سفیر، هم دغه بریدونه «ستر ظلم او بزدلانه عمل» بللي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) ویلي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د جګړو په زیاتېدو سره ملکي کسان لا هم قرباني کېږي او ښځې او ماشومان تر ټولو زیات زیان ویني.
د جګړو زیاتوالی په داسې حال کې دی چې له دې مخکې، مولوي محمد یعقوب مجاهد، د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست، خبرداری ورکړی و چې که کابل ناامن شي، اسلاماباد به هم خوندي پاتې نهشي. د روان وضعیت دوام د پولو په سیمه کې د ناامنۍ د پراخېدو او د ملکي تلفاتو د زیاتېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.




