د طالبانو د ادارې استازي د ازمیر نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

قاري حمیدالله تمکین، چې په ترکیه کې د طالبانو د ادارې فرهنګي اتشه دی، د “صحت، فرهنګ او سېاحت” تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس کې چې د ترکیې په ازمیر ښار کې جوړ شوی و، ګډون کړی دی. دا درې ورځنی کنفرانس د ۱۳ هېوادونو د سفیرانو، دپلوماتانو او د ۳۲ هېوادونو د فرهنګي اتشهگان د ګډون په موخه د څو اړخیزو همکاریو د پياوړتیا لپاره جوړ شوی و.
د طالبانو د ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تمکین د ګډون خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې دا ډول ناستې کولای شي د هېوادونو ترمنځ فرهنګي، روغتیايي او سېاحتي اړیکې پراخې کړي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ډول پروګرامونه د ملتونو ترمنځ د متقابل پوهاوي او تجربو د تبادلې زمینه برابروي.
د طالبانو د ادارې د استازي ګډون په داسې حال کې کېږي چې دننه او بهر ګڼ شمېر فرهنګي فعالان او سیاسي شنونکي د دغې ادارې لهخوا د افغانستان د فرهنګي ټولنې پر استازیتوب شک څرګندوي. هغوی وایي، طالبان نه یوازې د ولس ملاتړ نه لري، بلکې د فرهنګي ازادۍ په محدودولو سره یې هېواد له نړیوالې انزوا سره مخ کړی دی.
د کنفرانس جوړوونکو هم په خپلو ویناوو کې د صحت، فرهنګ او سېاحت په برخو کې د نړیوال تعامل پر اهمیت ټینګار کړی. د ناستې په څنډو کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او استازو خپلې تجربې او لیدلوري شریک کړل او د لا زیاتې همکارۍ اړتیا یې یاده کړه.




