اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان د ملي انکشاف شرکت پلاوی مېنسک ته ورسېد

د بلاروس د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د افغانستان د ملي انکشاف شرکت پلاوی مېنسک ښار ته رسېدلی او د دغه هېواد له چارواکو سره يې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د خبرو پر مهال دواړو لورو په دې ټينګار کړی چې د بلاروس د ماشین‌سازۍ او کرنیزو محصولاتو صادراتو ته په افغانستان کې پراختیا ورکړي.

د وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د بلاروس چارواکو د افغانستان د سترې پراختيايي پروژو د پلي کولو لپاره د اړینو توکو د تأمین همکاریو افق «پراخ» بللی دی. هغوی هیله څرګنده کړې چې دغه همکاري به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د زیاتوالي سبب شي.

په دې ناسته کې دا هم منل شوې چې په صنعت، کرنه او د خوراکي موادو، روغتيا او زده‌کړو برخو کې اړیکې او همغږي نوره هم پیاوړې شي. د دغو موافقو د پلي کېدو مهال وېش، پانګه‌اچونې اندازه او اجرايي څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د افغانستان د ملي انکشاف شرکت چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، په وروستیو کلونو کې د یو شمېر لویو ساختماني او بنسټیزو پروژو مسوولیت پر غاړه لري. خو د دغو پروژو د مدیریت څرنګوالی، د قراردادونو شفافیت او د بودجې د لګښت وضاحت تل د کارپوهانو او خلکو د پوښتنو موضوع پاتې شوې ده. تمه کېږي چې هر ډول بهرنی همکاری دې د شفافیت او حساب‌ورکونې له اصلونو سره سم ترسره شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button