امنیت او پېښېمهم خبرونه

په افغانستان کې له ماینونو د ۵۰ کیلومترو ساحې پاکول

د پیښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند ویلي چې په تېرو یو کال کې، د همکارو ادارو په ملاتړ، په افغانستان کې له ماینونو څخه د ۵۰ کیلومترو په اندازه ساحه پاکه شوې ده.

محمد یوسف حماد ویلي چې په دې موده کې له ۲۴ زرو ډېر ماینونه او ناپېژندل شوې چاودېدونکې مواد موندل او شنډ شوي دي؛ هغه مواد چې د خلکو، په ځانګړي توګه د کلیوالو سیمو د اوسېدونکو، ژوند ته جدي ګواښ بلل کېږي.

د ده په وینا، دا عملیات په هغو سیمو کې ترسره شوي چې تر دې مخکې د ماینونو او جګړیزو مهماتو د پاتې کېدو له امله د خلکو لاسرسی کرنیزو ځمکو او د تګ راتګ لارو ته له خطر سره مخ و.

له دې وروسته چې د طالبانو اداره پر واک راغله، د ماین پاکۍ فعالیتونه د پیښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې تر چتر لاندې دوام لري، او دغه اداره وایي له همکارو بنسټونو سره همغږي د دغو پروګرامونو د پرمخبیولو لپاره مهم رول لوبولی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button