په افغانستان کې د ۱۴۰۴ کال په لړ کې د رسنیو د ازادۍ سرغړونو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی

د افغانستان د خبریالانو مرکز د کب په ۲۷مه، د ملي خبریال د ورځې په مناسبت ویلي چې د ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰۷ پېښې د رسنیو د ازادۍ د نقض او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ثبت شوې دي؛ دا شمېر د تېر کال په پرتله له ۲۰ سلنې څخه ډېر زیاتوالی ښيي. د راپور له مخې، د دغو پېښو په پایله کې دوه خبریالان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د راپور جزییات ښيي چې له ثبت شوو پېښو څخه ۱۸۳ موردونه د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې ګواښونه وو، چې له دې جملې ۲۱ پېښې د نیونو په برخه کې وې. دا په داسې حال کې ده چې په ۱۴۰۳ کال کې په مجموعي توګه ۱۷۲ پېښې د رسنیو د ازادۍ د نقض ثبت شوې وې، چې ۱۲۲ یې ګواښونه او ۵۰ یې د خبریالانو نیول وو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز همداراز ویلي چې د رسنیو پر فعالیتونو بندیزونه لا پراخ شوي، او د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرولو او د طالبانو د ادارې له چارواکو سره د تصویري مرکو بندیز له اوو ولایتونو ۱۸ ولایتونو ته غځېدلی دی. د دغو محدودیتونو له امله، لږ تر لږه ۲۱ محلي ټلویزیونونه تړل شوي یا اړ شوي چې ځانونه راډیو ته بدل کړي.
د راپور له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې اته رسنۍ او خبریالۍ بنسټونه د طالبانو د ادارې د رسنیزو تګلارو د نه رعایت له امله د فعالیت له دوام څخه منع شوي دي، او د لسو نورو رسنیزو بنسټونو جوازونه لغوه شوي دي. دغه اقدامات د خپلواکو رسنیو د دوام په اړه پراخې اندېښنې راپارولي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز همداراز د زندانونو دننه د خبریالانو د اجباري اعترافونو د خپرېدو، او ښځینه خبریالانو ته د خبري غونډو او د طالبانو د لوړو چارواکو له لیدنو څخه د منع کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دې مرکز دغه موارد د وېرې، اختناق او شدیده جنسیتي تبعیض د تګلارو بېلګې بللې دي. د دې بنسټ په باور، د دغې بهیر دوام د ټولنې روغتیا او راتلونکي ته جدي خطر متوجه کوي.
تر هغه وروسته چې له څلورو نیمو کلونو ډېر وخت کېږي د طالبانو اداره بېرته واک ته رسېدلې، د بیان له ازادۍ او د رسنیو له فعالیتونو سره محدودیتونه په څرګنده زیات شوي دي. د رسنیو ملاتړي بنسټونه ټینګار کوي چې د خبریالانو د اساسي حقونو له تأمین او د یوه خوندي، بېوېرې چاپېریال له رامنځته کېدو پرته، په هېواد کې د رسنیو مسلکي او مسئولانه فعالیت ناشونی دی.




