په افغانستان کې د رسنیو پر ازادۍ محدودیتونه زیات شوي؛ ۲۰۵ قضیې د خبریالانو د ازادۍ د نقض ثبت شوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د رسنیو د کار چاپېریال د طالبانو د ادارې تر ټولو ډېر کنټرول او محدودیت لاندې راغلی دی. د دغه راپور له مخې، لږ تر لږه ۲۰۵ پېښې د تاوتریخوالي او د رسنیو د ازادۍ د نقض ثبت شوي دي چې پکې د خبریالانو وژل او ټپي کېدل، ګواښل او نیول شامل دي.
په راپور کې ویل شوي چې د روان کال په ترڅ کې دوه خبریالان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. همدارنګه، ۱۶۶ قضیې د رسنیزو کارکوونکو د ګواښلو ثبت شوې دي چې له دې ډلې ۳۴ خبریالان د طالبانو د ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
دغه مرکز تایید کړې چې دا مهال پنځه خبریالان د طالبانو د ادارې په زندانونو کې ساتل کېږي؛ داسې موضوع چې د خبریالانو د خوندیتوب او د هغوی د اساسي حقونو ته د لاسرسي په اړه اندېښنې زیاتوي.
په بل ځای کې، مرکز ویلي چې د تېرو دولسو میاشتو په ترڅ کې د طالبانو سختدریځې پالیسیو د سانسور او چوپتیا چاپېریال پیاوړی کړی دی. د بندی شویو خبریالانو اجباري اعترافونه، د ښځینه خبریالانو مخنیوی له دې چې د جګپوړو چارواکو په خبري غونډو کې ګډون وکړي، او په ژوندیو خپرونو کې د ښځینه خبریالانو د غږ تړل، د دې فشارونو له څرګندو بېلګو څخه ګڼل شوي دي.
د راپور له مخې، د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د «ژوندي موجوداتو» د انځورونو د خپرولو بندیز لامل شوی چې لږ تر لږه ۲۰ ټلویزیوني ستېشنونه تړل شوي دي. سربېره پر دې، دوه نور ټلویزیوني او دوه راډیويي ستېشنونه هم د سیاسي او امنیتي دلایلو له امله له فعالیت څخه پاتې شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له اندېښنې سره ویلي چې د طالبانو اداره دولتي رسنۍ د تبلیغاتي وسیلو په توګه کاروي او په عین وخت کې ازادې او خپلواکې رسنۍ په سیسټماټیک ډول ځپي؛ دا دریځ د بیان ازادۍ او د رسنیو د پرمختګ راتلونکی له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.




