د افغانستان او قزاقستان د اوبو او انرژۍ په برخه کې د همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د دغه وزارت د اوبو معين مجيبالرحمن عمر آخندزاده د قزاقستان له سفير ګازېز اکباسوف سره په کابل کې ليدلي او د اوبو او انرژۍ په برخه کې د همکاريو د پراختيا په اړه يې خبرې کړي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ليدنې اصلي محور د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزو همکاريو پراخول، په ځانګړي ډول د اوبو سرچينو اداره او د انرژۍ د پروژو پراختيا وه. د سرچينې له قوله، دواړو لورو تخنيکي اړيکو د پياوړتيا او د موجوده ظرفيتونو د اغېزمنې کارونې پر اړتيا ټينګار کړی دی.
مجيبالرحمن عمر آخندزاده د سيمهييزو همکاريو پر اهميت ټينګار کړی او ويلي يې دي چې دا همکارۍ د اوبو د سرچينو د مؤثر مديريت او د پايداره انرژۍ د پرمختيا لپاره ضروري دي. هغه زياته کړې چې وزارت د موجوده امکاناتو د ښه ګټې اخيستنې لپاره چمتو دی.
په همدې حال کې، د قزاقستان سفير ګازېز اکباسوف ويلي چې هېواد يې غواړي د افغانستان د اوبو او انرژۍ په پروژو کې پانګونه وکړي او ډاډ يې ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ علمي او تخنيکي همکارۍ به دوام ومومي.
د خبرپاڼې له مخې، د غونډې په پای کې دواړو لورو د خبرو د دوام او د يادو برخو په چوکاټ کې د همکاریو د پياوړتيا پریکړه وکړه.




