اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان او قزاقستان تر منځ د بانکي او اقتصادي همکاریو پراخېدو خبرې وشوې

د قزاقستان د مالیې وزارت یوه پلاوي، چې مشري‌یې د دغه وزارت معین کوله، په کابل کې د افغانستان بانک له لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد سره ولیدل او د بانکي او اقتصادي همکاریو د پراخېدو پر لارو چارو‌یې خبرې وکړې.

د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي، صدیق‌الله خالد په دغه لیدنه کې ویلي، د افغانستان بانک اراده لري چې له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره یو منظم او مؤثر بانکي چوکاټ رامنځته کړي، څو د دواړو هېوادونو تر منځ مالي تبادلې اسانه شي.

د نوموړي په وینا، د بانکي همکاریو پیاوړتیا کولای شي د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي تعاملاتو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د سیمې په کچه مالي ثبات ته لاره هواره کړي؛ دا یوه موضوع ده چې د منځنۍ آسیا هېوادونو او افغانستان لپاره خورا ارزښت لري.

د قزاقستان پلاوي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د ګډو همکاریو د پراخېدو چمتووالی‌یې اعلان کړ.

د غونډې په پای کې، دواړو لوریو موافقه وکړه چې تخنیکي کمېټې جوړې کړي، څو د دواړو هېوادونو له خوا تخنیکي خبرې مخته یوسي او د هوکړو د عملي کولو لپاره لاره هواره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button