سياستمهم خبرونه

د افغانستان او قزاقستان سفیران په اسلام‌اباد کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان په اسلام‌اباد کې له د قزاقستان له سفیر یرژان کیستافین سره لیدنه کړې او دواړو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو، د سیمې د نښلولو، مهمو زیربنایي پروژو، او د سیمه‌ییز تجارت د فرصتونو او ننګونو په اړه نظریات تبادله کړل. همچنان، د قزاقستان رول د سیمه‌ییز ثبات د ملاتړ په برخه کې، او نورې ګډې علاقې هم د بحث برخې وې.

سردار احمد شکیب د افغانستان سره د قزاقستان د دوامداره ملاتړ او رغنده تعامل ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغه همکاریانې، په ځانګړې توګه د سولې او اقتصادي پرمختګ په برخو کې، د افغانستان لپاره ارزښت لري. هغه هیله وښوده چې د درې میلیارده ډالرو په ارزښت وړاندیز شوی ګډ تجارتي توافق به تر نهايي کېدو وروسته، دواړو هېوادونو ته محسوسې ګټې ورسوي او د سیمې اقتصادي یووالي ته وده ورکړي.

په مقابل کې، یرژان کیستافین د افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې پر ملاتړ د قزاقستان د ژمنتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هېواد یې د سیمه‌ییز اتصال او تجارت اړوند مهمو پروژو کې ګډون لري. د هغه په وینا، په افغانستان کې د اوسني امنیتي او ثبات وضعیت د قزاقستان باور زیات کړی چې سیمه‌ییز تجارت او ترانزیت پراخ کړي، او د طالبانو ادارې هڅې یې یادې کړې.

د قزاقستان سفیر همداراز د دې اړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ چې د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ یووالی باید رامنځته شي څو دوامداره ثبات، اقتصادي پراختیا او د توکو او ترانزیت د اسانتیا لپاره ګډ کار وشي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button