اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

د افغانستان او ایران خبرې د رېل پټلۍ د انتقالاتو د ظرفیت د لوړولو لپاره

د افغانستان او د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو د رېل پټلۍ په سکټور کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د خبرو اترو خبر ورکړی دی. د دغو همکاریو موخه دا ده چې د پټلۍ له لارې د توکو د لېږد ظرفیت په میاشت کې تر سل زرو ټنه پورې زیات شي.

د مهر خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د رېل پټلۍ د ادارې اجرائیه رئیس جبارعلي ذاکري د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د رېل پټلۍ په برخه کې د تخنیکي او ستراتيژیکو همکاریو د پراختیا او د ژورو اړیکو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړي دي. نوموړي ویلي چې له د افغانستان د رېل پټلۍ له ادارې سره اړین همغږي ترسره شوې ده څو په نږدې راتلونکي کې د بار اخیستو او د توکو د تبادلې ظرفیت په څرګند ډول لوړ شي.

دغه ایراني چارواکی، چې د ایران د سړک او ښاري پراختیا وزارت مرستیال هم دی، ویلي چې د رېل ترانسپورټ پراختیا د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ده او د هرات–مزارشریف د رېل پټلۍ پروژه یې د ایران–افغانستان–چین دهلېز لومړۍ مرحله بللې ده.

ایراني رسنیو د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر له قوله هم راپور ورکړی چې د خواف–هرات رېل پټلۍ د افغانستان د اړینو توکو په پرله‌پسې عرضه کې اغېزمن رول لوبولی او د هغې فعالیت د هرکلي وړ بلل شوی دی.

د راپورونو له مخې، دواړه خواوې سلا شوي چې د رېل پټلۍ او د کانونو د اکتشاف ګډو پروژو لپاره د عملي چوکاټ د تنظیم په موخه ګډ کاري ډلې او کمیټې جوړې کړي.

یونس ځدراڼ، اقتصادي کارپوه وایي، د افغانستان–پاکستان د لارو له تړل کېدو وروسته د بدیلو لارو اړتیا زیاته شوه او ایران وتوانېد چې افغانستان د خپلو بندرونو له لارې د ازادو اوبو او سیمه‌ییزو بازارونو سره ونښلوي؛ دا بهیر اوس د تجارتي اړیکو د پراختیا هڅو سره روان دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button