د افغانستان او ايران تر منځ د هرات–بلخ د اورګاډي پټلۍ په اړه خبرې اترې

د طالبانو د ادارې او د ایران د اسلامي جمهوريت تخنيکي چارواکو په کابل کې د هرات–بلخ د اورګاډي پټلۍ پر اقتصادي او ستراتيژيکي ارزښت او د عملي کارونو د پيل پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د رسمي سرچينو په وينا، عبدالکريم فاتح، د طالبانو د عامه کارونو وزارت تخنيکي معين، له جبارعلي ذاکري، د ايران د رېل پټليو ادارې رئيس، سره د دې پروژې پر اقتصادي ارزښت، د ترانزيټي رول، د پانګونې د جذب او د پلي کولو پر پړاوونو بحث کړی دی.
په دې ناسته کې دواړو لوريو د هرات–بلخ د اورګاډي پټلۍ د افغانستان د شمال او لوېديځ د نښلولو له مهمو مسيرونو څخه وبلله او د دې پروژې د عملي کارونو د پيل لپاره د تخنيکي او اداري تياريو په اړه يې نظرونه تبادله کړل.
په همدې وخت کې، د ايران سفارت په کابل کې په ایکس ټولنيزه شبکه کې ليکلي چې د ګډې پرېکړې له مخې، ټاکل شوې په ۱۴۰۵ لمريز کال کې د خواف–هرات د اورګاډي له لارې نږدې ۱.۵ ميليونه ټنه مالونه د دواړو هېوادونو تر منځ انتقال شي؛ هغه لار چې له دې مخکې د افغانستان او ايران تر منځ د لومړۍ رېلې نښلونکې په توګه پېژندل شوې ده.




