روغتيامهم خبرونه

افغانستان او ايران د روغتيا د تطبيقي طرح تړون لاسليک کړ

مولوي حمدالله زاهد، د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د غذا او درملو معين، د ايران د اسلامي جمهوريت رسمي سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د پخواني موافقې له مخې، يوه عملي تطبيقي طرح لاسليک کړه چې موخه يې د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظيم د ښه‌والي لپاره ده.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دغه طرح د ايراني شرکتونو او اقلامو د ثبت او ارزونې د بهير په ګړنديتوب او معياري کولو، د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي توکو د وارداتو د تنظيم په ښه‌والي او د کيفيت د کنټرول په پياوړتيا تمرکز لري. همداراز، د درملو او روغتيايي توکو د قاچاق پر ضد ګډه مبارزه او د دواړو هېوادونو د لابراتوارونو ترمنځ تخنيکي همکارۍ پراخول د دې پروګرام مهم برخې بلل شوي دي.

د دې طرح په چوکاټ کې، د تنظيماتي چارو ډيجېټل کېدل، د تخنيکي کارکوونکو د ظرفيت لوړول او د ايراني شرکتونو لپاره د افغانستان د روغتيايي سکتور په برخه کې د پانګونې زمينه برابرول هم شامل دي؛ هغه چارې چې د درملو د توليد، وارداتو او څارنې پر بهير اغېزه لرلی شي.

ياده دې وي چې د افغانستان او ايران ترمنځ د روغتيا په برخه کې اصلي همکاريز تړون د ۱۴۰۲ لمريز کال په ترڅ کې لاسليک شوی و، او دا نوې طرح د هغه تړون د عملي کولو لپاره يو مهم ګام بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button