د افغانستان صنعتي برېښنا به په راتلونکو دوو اوونیو کې ۱۲ ساعتو ته لوړه شي

د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی چې د راتلونکو دوو اوونیو په ترڅ کې به د صنعتي برخې لپاره د برېښنا عرضه له ۱۰ ساعتونو څخه ۱۲ ساعتونو ته په ورځ کې زیاته شي. د دې شرکت د چارواکو په وینا، د دې پرېکړې هدف د صنعتي سیمو د برېښنا د کمښت کمول او د فابریکو اړتیاوو ته ښه ځواب ورکول دي.
دغه شرکت زیاتوي چې هڅې روانې دي تر څو د یو نيم کال په موده کې د صنعت سکتور ټولې برېښنايي اړتیاوې پوره شي. چارواکي وايي څو د برېښنا د تولید او لېږد پروژې په بېلابېلو سیمو کې پر کار دي تر څو د انرژۍ د تأمین ظرفیت لوړ شي.
په همدې حال کې د صنعتکارانو اتحادیه برېښنا د تولیدي فعالیتونو ملا تېر بولي او ټينګار کوي چې د دوامدارې برېښنا پرته د کورنیو تولیداتو وده ناشونې ده. د دې اتحادیې غړي له چارواکو غواړي چې د صنعتي ښارګوټو د برېښنا ستونزو ته جدي او عملي پاملرنه وشي.
د تېرو کلونو په ترڅ کې د برېښنا کمښت د افغانستان د صنعتکارانو لپاره له بنسټیزو ننګونو څخه ګڼل کېږي. ډېری فابریکې د برېښنا د محدودیت او نوسان له امله د تولید د کچې له کمښت سره مخ شوې دي. اقتصادي فعالان له د طالبانو ادارې غواړي چې د روښانه او عملي پروګرام له لارې دا ستونزه په دوامداره توګه حل کړي.




