د افغانستان د لوږې بحران په چټکۍ سره مخ په ډېرېدو دی

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د خوړو نهامنیت او سؤ تغذیه په اندېښمنوونکي ډول ډېرېږي او میلیونونه ښځې او ماشومان له جدي خطر سره مخ دي. دغه اداره په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د ژمي په سړه هوا کې به د هغو مېرمنو او ماشومانو شمېر چې د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي، ښايي په تېرو څو کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته ورسېږي.
د دې پروګرام اجرايي مرستیال ویلي که پر افغانستان پام ونشي او کافي سرچینې برابرې نهشي، د لوږې او سختې سؤ تغذيې له امله د ماشومانو د مړینې خطر لوړ دی. نوموړي زیاته کړې چې د ژمي سړه هوا، فقر، بېکارۍ او د بشري مرستو نشت والی کولای شي د افغان کورنیو وضعیت نور هم بدتر کړي.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې له پنځو کلونو کم عمره تر ۳.۵ میلیونه ډېر ماشومان په افغانستان کې له سختې سؤ تغذیې کړېږي، او لږ تر لږه ۱.۲ میلیونه حامله او شیدې ورکوونکې ښځې له خورا زیات خوراکي کمښت سره مخ دي. مرستندویه سازمانونه وایي د طالبانو لهخوا پر بشري ادارو پراخې محدودۍ او د زیانمنو قشرونو د ملاتړ لپاره د اغېزمنو پالیسیو نشتوالی هڅې له ستونزو سره مخ کړي چې د بشري فاجعې مخنیوی وشي.
کارپوهان ټینګار کوي، د دې بحران د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید د خوراکي مرستو رسولو لارې، په ځانګړې توګه لیرو او انزوا سیمو ته، پرانیستل شي او طالبان باید پرېږدي چې مرستندویه ادارې له خنډ پرته خپل فعالیتونه ترسره کړي. که داسې و نهشي، راتلونکی ژمی ښايي د میلیونونو افغانانو لپاره له تر ټولو سختو دورو څخه وي.




