په افغانستان کې د بشري بحران کچه د کډوالو د راستنېدنې او وچکالۍ له امله لوړه شوې ده

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) وايي، په داسې حال کې چې له ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرینو پراخ راستنیدل روان دي، همداراز وچکالي دوام لري او وروستې زلزلې هم د افغانستان په شمالي او ختیځو برخو کې شوې دي، د هېواد بشري وضعیت د اندېښنې وړ ډول خراب شوی دی. یادې ادارې ویلي چې ډېرې زیانمنې کورنۍ حتی د خوړو، سرپنا او روغتیايي خدماتو لومړني اړتیاوې هم نه شي پوره کولی.
د ناروې د کډوالو شورا د راپور له مخې، دا مهال له ۱۷ میلیونو څخه زیات خلک، چې د افغانستان د نفوس نږدې ۳۶ سلنه جوړوي، له غذایي ناامنۍ سره مخ دي. د بارانونو کمښت، د کرنیزو ځمکو له منځه تلل او د کاري فرصتونو نشتون د بېوزلۍ د زیاتوالي مهم عوامل ګڼل شوي دي.
یادې شورا خبرداری ورکړی چې د ژمي د راتلو او په ډېرو ولایتونو کې د سختې یخنۍ له امله، د بشري بحران حالت یوې نوې مرحلې ته ننوځي. دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره خپلې بشردوستانه مرستې زیاتې کړي څو د خلکو د کړاو د زیاتېدو مخه ونیول شي.
کارپوهان وايي، د طالبانو د ادارې له لورې د ټولنې تر ټولو زیانمنو قشرونو ته بېپامې او د راستنېدونکو مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره د مؤثرو پروګرامونو نشتون، د روان بحران نور هم پیاوړی کړی دی. له بلې خوا، ډېر نړیوالو مرستندویو بنسټونه د طالبانو له لوري له اداري او امنیتي محدودیتونو سره مخ دي، چې د مرستو اړمنو سیمو ته د رسولو پروسه یې سخته کړې ده.




