سياستمهم خبرونه

ملګري ملتونه: نړۍ دې په افغانستان کې د ظلمونو عادي کېدل ونه مني

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لپاره د افغانستان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بې‌عدالتیو او پراخو بشري سرغړونو پر وړاندې چوپه نه پاتې شي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ، د قوس ۱۹، په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې بشري حقونه د ملګرو ملتونو د منشور بنسټيز اصل دی او هدف یې دا دی چې د افغانستان په څېر هېوادونو کې د بې‌عدالتۍ مخه ونیول شي.

بنت خبرداری ورکړی چې د بې‌عدالتۍ عادي ګڼل نړیوالو ارزښتونو او انساني اصولو ته جدي زیان رسوي. دی وایي: “بشري حقونه نړیوال، نه‌ بدلېدونکي او له معامله څخه لرې حقونه دي، باید په دوامداره ډول ترې دفاع وشي.”

د بشري حقونو نړیواله ورځ هر کال د دسمبر په لسمه ونمانځل شي، دا ورځ په ۱۹۴۸ میلادي کال کې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د منلو یاد تازه کوي. سږ کال دا ورځ داسې مهال را رسېدلې چې په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو د ښځو په ګډون د هېواد د وګړو اساسي ازادۍ او حقونه محدود کړي، او پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه یې پارولي دي.

طالبان تر دې دمه نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه منعه کړې دي او د ښځو حضور یې په دولتي ادارو او ټولنیزو فعالیتونو کې په سیستماتیک ډول محدود کړی. د بشري حقونو کارپوهان دا کړنې د طالبانو له نړیوالو ژمنو ښکاره سرغړونه او په هېواد کې د جوړښتي بې‌عدالتۍ څرګندې بېلګې بولي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button