د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر: افغانستان د بشري حقونو په هدېرې بدل شوی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک د دې سازمان په دېرش او شپږمې غونډه کې اعلان وکړ چې د افغانستان اوسنی حالت داسې دی چې دا هېواد د «بشري حقونو په هدېرې» بدل شوی دی. نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو له ۲۰۲۱ کال راپهدېخوا صادر شوي فرمانونه د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، ژوند له جدي بحران سره مخ کړی دی.
د ده په وینا، تېره میاشت صادر شوی تازه فرمان داسې سزاوې لري چې د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي او کېدای شي د اعدامونو د زیاتېدو لامل شي. تورک خبرداری ورکړ چې دا لړۍ به د افغانستان واټن د نړیوالو منل شوو معیارونو سره په برخه کې د بشري حقونو نور هم زیات کړي.
د بشري حقونو عالي کمېشنر همدارنګه اندېښنه څرګنده شوه چې د نویو فرمانونو له مخې د کورنۍ په چاپېریال کې د بدني مجازاتو د پلي کېدو زمینه برابره شوې ده؛ هغه اقدام چې د ده په وینا، په عمل کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مشروعیت ته لاره هواروي.
هغه زیاته کړه چې دا مهال د طالبانو د مشر او د دې ډلې د پالیسیو نیوکه «جرم» بلل کېږي، چې دا د ده په باور د بیان د آزادۍ ښکاره نقض دی. د منتقدو غږونو محدودول او د اساسي ازاديو ځپنه پراخې نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.
فولکر تورک له د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې دا نوي فرمانونه او قوانين لغوه کړي او ټولې پرېکړې او مقررات له هغو نړیوالو قانوني معیارونو سره سم کړي چې افغانستان تر دې وړاندې ورته ژمن و.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي او د هېواد ډېری اوسېدونکي دا حالت د ټولنیزو او بشري ستونزو د زیاتېدو لامل بولي.




