ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

د سره صلیب او هلال احمر نړیوال فدراسیون: له دوو میلیونو زیات افغانان د روغتیايي خدماتو تر پوښښ لاندې راغلي

د سره صلیب او هلال احمر نړیوال فدراسیون ویلي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له دوو میلیونو زیات افغان ناروغان د دې بنسټ د روغتیايي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلي دي. د شنبې په ورځ، د دلوې ۲۵مه نېټه خپور شوي راپور له مخې، دا خدمتونه د دې فدراسیون له لوري تمویل شوو ۱۲۸ روغتیايي مرکزونو له لارې وړاندې شوي دي.

په راپور کې راغلي چې افغانستان تېر کال له پرله‌پسې بحرانونو سره مخ و، چې په هغو کې د کډوالو پراخې بېرته‌راستنېدنې، طبیعي پېښې او وچکالي شامل وو؛ داسې عوامل چې د هېواد پر روغتیايي سیستم یې فشار زیات کړی دی. په دغو شرایطو کې، د بشردوستانه خدمتونو اړتیا لا هم لوړه بلل شوې ده.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، ۶۰ سلنه د روغتیايي خدمتونو تر لاسه کوونکي ښځې او نجونې دي. همدارنګه، په تېر یوه کال کې ۱۳ زره تنه د رواني او ټولنیزو خدمتونو مستفید شوي، چې ۸۳ سلنه یې ښځې جوړوي؛ دا شمېر ښيي چې په اوسني وضعیت کې ښځې تر ټولو زیاته زیان‌منونکې ډله ده. په داسې حال کې چې د طالبانو د ادارې له خوا د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه وضع شوي، د هغوی د اساسي خدمتونو د دوامداره لاسرسي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

فدراسیون زیاتوي چې ۹۲۶ زره او ۶۵۱ تنه د روغتیا او حفظ‌الصحې د پوهاوي په پروګرامونو کې ګډون کړی، چې ۶۵ سلنه ګډونوال یې ښځې او نجونې دي. د دې بنسټ په وینا، دغو پروګرامونو د ټولنو د پوهاوي په لوړېدو، د ناروغیو په مخنیوي او د روغتیايي اصولو په رعایت کې مهمه ونډه لرلې ده.

په نغدو مرستو کې، له ۱۶۵ زرو زیات کسان مرسته ترلاسه کړي او ۳.۷ میلیونه سویسي فرانکونه د کورنیو د عاجلو اړتیاوو لپاره، چې پکې خواړه، روغتیايي خدمتونه او سرپناه شامل دي، ځانګړي شوي دي. همدارنګه، له ۲۲۲ زرو زیات کسان په هرات، ننګرهار او کندهار سرحدي سیمو کې د سرپنايي مرستو څخه برخمن شوي؛ هغه ځایونه چې هلته بېرته‌راستنېدونکو او زیان‌منو کورنیو ته موقتي استوګنځایونه برابر شوي دي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې هم د نړۍ له سترو بشري بحرانونو سره مخ وي؛ یو داسې وضعیت چې د نړیوالو مرستو دوام او د اغېزمنې بحران‌مدیریت اړتیا لا نوره روښانه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button