د افغانستان د صحت وزارت پلاوی ايران ته تللی، د درملو او خوړو وارداتو پر اسانتياوو خبرې کېږي

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معين د يوې رسمي پلاوي په مشرۍ ايران ته سفر کړی او له دې هېواد له لوړپوړو روغتيايي چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتيايي همکاريو د پیاوړتيا په اړه خبرې کړي دي.
د عامې روغتيا وزارت د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دغه پلاوی د ايران د صحت وزارت له معين او د خوړو او درملو ادارې له رئيس ډاکټر مهدي پيرصالحي سره کتلي دي. افغان پلاوی د درملو او خوړو د ارزونې او ثبت برخو رئیسان، د خوړو او درملو معينيت تخنيکي سلاکاران او د وارداتي برخو استازي شامل وو.
په یاده لیدنه کې دواړو خواوو د تنظیمي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د مسلکي تجربو د تبادلې، تخنیکي همکاریو او د موجوده تفاهمليکونو د تطبیق پر مسایلو خبرې وکړې. همدا راز، د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړولو او افغانستان ته د خوړو او درملو د وارداتو د پروسې د آسانولو موضوعات هم د بحث اصلي محورونه وو.
وزارت زیاته کړې چې تر دې مخکې هم د ایران یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی و او له افغان لوري سره يې د همکاریو د پراختيا او د خوړو او درملو د وارداتو د سادهسازۍ په اړه خبرې کړې وې. دا سفرونه د سيمهييزو همکاریو د پیاوړتیا او افغانستان ته د باکيفيته خوړو او درملو د آسانه لاسرسي په هدف تر سره کېږي.




