د «افغانستان همدل ۳» غونډه په مشهد ښار کې تر سره شوه

د «افغانستان همدل ۳» غونډه د يو شمېر افغانستاني مهاجرينو په نوښت او د زياته تر ۷۰ سياسي، فرهنګي، ټولنيزو او رسنيزو فعالانو په ګډون د ۱۴۰۴ کال د سلواغې په ۱۶مه نېټه په مشهد ښار کې تر سره شوه. د دې غونډې تنظیموونکو وويل چې موخه يې د مهاجرينو د ګډو ستونزو او د سيمې د تحولاتو په اړه خبرې او همفکري وه.
په دې غونډه کې ګډونوالو د سيمې د اوسني حالت، او د افغانستان او ايران د خلکو ترمنځ د تاريخي او فرهنګي اړيکو په اړه خپل نظرونه څرګند کړل. هغوی په خپلو ويناوو کې د دواړو ملتونو پر ټولنيزو او فرهنګي تړاوونو ټينګار وکړ او وغوښتل چې د ايران مېشتو افغانستاني مهاجرينو او کوربه ټولنې ترمنځ دا همبستګي وساتل شي.
د غونډې وروستی برخه د يوې اعلاميې لوستلو ته ځانګړې شوې وه. په دې اعلاميه کې د ايران د اسلامي جمهوريت سياسي او معنوي ملاتړ د بهرنيو فشارونو او ګواښونو پر وړاندې د اصلي محور په توګه ياد شوی و. د اعلاميې ليکوالانو د سيمې روان حالت د نړيوالو ستر تقابلاتو په چوکاټ کې تحليل کړی او دا شخړه يې له يو سياسي اختلاف ورهاخوا بللې ده.
په اعلاميه کې همدارنګه د ايران د رول او د اسلامي نړۍ د ځينو مسايلو په ملاتړ ټينګار شوی و، او ګډونوالو خپله دريځ د ايران د ولس او حکومت له دريځ سره همغږی اعلان کړ. هغوی زياته کړه چې په ايران کې مېشت افغانستاني مهاجرين ځان د دې فضا برخه بولي او غواړي چې د ټولنيزو، فرهنګي او رسنيزو همکاريو او همغږۍ لړۍ دوام ومومي.
د «افغانستان همدل» د غونډې جوړوونکو وويل چې دا پروګرام په تېرو کلونو کې د افغانستاني مهاجرينو د نظرونو او غوښتنو د څرګندولو يوه مهمه فضا ګرځېدلې او ټاکل شوې چې په راتلونکې کې به هم د خبرو او سولهييز تعامل محور وي.




