سياستمهم خبرونه

په یخو سیمو کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره د نجونو د زده کړو د بندیز پنځم کال هم پیل شو

د هېواد په یخو سیمو کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره، د طالبانو د ادارې له لوري د نجونو د زده کړو د بندیز پنځم کال هم پيل شو؛ دغه بندیز لا هم میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې پرېښې دي.

ملا ندا محمد ندیم، چې د طالبانو د ادارې د لوړو زده کړو وزیر دی، مخکې ویلي و چې د نجونو د زده کړو د موضوع په اړه پوښتنه کول هم «تر بل امر پورې» منع دي. دا دریځ ښيي چې د طالبانو اداره نه یوازې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیاپرانیستلو کومه طرحه نه لري، بلکې د دې موضوع یادونه هم نه مني.

هغه دا هم ادعا کړې چې د نجونو زده کړه په شریعت کې ځای نه لري او د هغې بندیز د «اسلام او شریعت» پر بنسټ وضع شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د نجونو زده کړه د رسمي تعلیمي نظام برخه ده، او د هغې بشپړ بندیز پراخې کورنۍ او نړیوالې غبرګونونه راپارولي دي.

د دې حالت دوام افغانستان د هغو لږو هېوادونو په کتار کې شامل کړی چې نجونې د منځنۍ او لوړې کچې له زده کړو بې برخې دي؛ دا موضوع د هېواد د راتلونکي لپاره پراخ ټولنیز او اقتصادي زیانونه لري، او لا هم د طالبانو د ادارې د کړنو پر وړاندې د اصلي نیوکو له جملې څخه ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button