دوهم سرلیککلتور او هنرمهم خبرونه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د عربستان پر وړاندې په آسيايي جام کې بريا ترلاسه کړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن د چهارشنبې په ورځ، د سلواغې اتمه، د آسيا د ملتونو د جام په لومړۍ لوبه کې د عربستان سعودي ټيم د درې پر صفر په پايله ماته کړ او د دې سياليو بريالی پيل يې وکړ. دا سيالي د نن سهار له غرمې مخکې په اندونيزيا کې ترسره شوه او د افغانستان لوبغاړو له پيل شويو دقيقو څخه پر لوبې بشپړ واک وموند. د افغانستان لومړی ګول د لوبې د لومړۍ نيمې په لومړيو ثانيه‌وو کې رضا حسين‌پور وواهه. په دويمه نيمه کې رضا حسين‌پور يو ځل بيا د عربستان سعودي دروازه خلاصه کړه او د افغانستان برتري يې لا پسې پياوړې کړه. د دې لوبې درېيم ګول اميد قنبري وواهه او وروستۍ پايله يې ټينګه کړه. ټاکل شوې چې د افغانستان فوټسال ټيم په دويمه لوبه کې د مالېزيا له ټيم سره سيالي وکړي. افغانستان د آسيايي ملتونو د جام په «ډي» ګروپ کې د عربستان سعودي، مالېزيا او ايران له ټيمونو سره يو ځای دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button