مهم خبرونه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه سیالۍ کې د ویتنام د ملي لوبډلې پر وړاندې بریا ترلاسه کړه او سیالي یې د ۵ پر ۳ پایله په خپل نوم کړه.
دغه سیالي نن، د یکشنبې په ورځ (د ژمي د ۲۸ نېټه)، د ویتنام په کوربهتوب ترسره شوه.
د افغانستان لپاره ګولونه اکبر کاظمي، حمیدرضا حسيني، رضا حسینپور، سید مجتبی حسيني او سید مرتضی حسيني ووهل.
تمه ده چې د افغانستان ملي لوبډله د درېشنبې په ورځ هم له ویتنام سره دویمه دوستانه سیالي ترسره کړي.
دا لوبې د آسیا د ملتونو جام سیالیو ته د افغانستان د ملي لوبډلې د چمتووالي د پروګرام یوه برخه ده.




