د ۲۰۲۶ د آسیا فوټسال جام پیل شو؛ افغانستان به سبا د عربستان پر وړاندې ولوبېږي

د ۲۰۲۶ د آسیا د فوټسال جام اتلولي نن، د سهشنبې په ورځ د دلوې په ۷مه نېټه، د اندونیزیا په کوربهتوب د ۱۶ لوبډلو په ګډون په رسمي ډول پیل شوه. دا سیالۍ په څلورو ډلو کې ترسره کېږي، او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله هم د یادو ګډونوالو له ډلې ده.
سیالۍ د اندونیزیا د پلازمېنې، جاکارتا، په ولودروم ورزشي تالار کې روانې دي؛ دغه سالون د دې قاروي ټورنمنټ د ګروپي مرحلې د لوبو کوربه دی. د افغانستان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د سعودي عربستان پر وړاندې ترسره کوي.
د افغانستان ملي لوبډله په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا له لوبډلو سره یوځای شوې ده؛ هغه ګروپ چې له تخنیکي پلوه د دې سیالیو له سختو ډلو څخه ګڼل کېږي او له دې پړاو پورته تګ پکې منظم او دقیقه لوبه غواړي.
دا د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې دوهم ګډون دی چې د آسیا په جام کې برخه اخلي. د هېواد لوبډلې د مقدماتي پړاو په سیالیو کې د میانمار او مالدیف پر وړاندې په قاطعې بریا سره د اصلي پړاو د ګډون جواز ترلاسه کړ او اوس هیله لري چې په قاروي کچه نوې لاسته راوړنه ثبت کړي.



