د افغانستان ځانګړي صندوق د کرامت او معیشت پر اهمیت ټینګار وکړ

د افغانستان ځانګړي صندوق اعلان کړی چې د هر شمېرې او احصایوي معلوماتو تر شا د یو انسان او واقعي ژوند کیسه نغښتې ده؛ هغه کیسه چې د دې ادارې د ملاتړیو پروګرامونو اصلي محور جوړوي.
ودزانایي موشاندیکوا، د دغه صندوق د څار او ارزونې (M&E) متخصص، د خپلو میداني تجربو پر بنسټ ویلي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې فعالیتونه ښيي چې اغېزمنې همکارۍ او سیمهییزې مشارکتونه کولای شي د دوامدار بدلون زمینه برابره کړي.
د هغې په وینا، هغه پروګرامونه چې د انساني کرامت په پام کې نیولو سره طرحه او پلي کېږي، نه یوازې د خلکو د معیشت په بیا رغونه کې مرسته کوي، بلکې د ټولنو د زغم وړتیا هم د بحرانونو پر وړاندې لوړه وي.
د افغانستان ځانګړي صندوق ټینګار کړی چې له سیمهییزو ادارو سره د مشارکت پر بنسټ تګلاره او د خلکو پر واقعي اړتیاوو تمرکز، د هېواد د اقتصادي او ټولنیز بیا رغونې په لړۍ کې بنسټزړي عناصر دي؛ هغه لړۍ چې موخه یې د کورنیو توانمندول او په ټولنه کې د معیشت بنسټونه پیاوړي کول دي.




