اقتصادمهم خبرونه

په افغانستان کې د سونګو واردات په ۲۰۲۵ کال کې د پام وړ زیات شوي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ ميلادي کال کې د افغانستان د سونګو واردات د ۲۰۲۴ کال په پرتله په څرګنده توګه زیات شوي دي. د ورکړل شوو شمیرو له مخې، د پټرولو واردات ۲۷ فیصده، د ډیزل ۵۳ فیصده او د مایع ګاز ۳۰ فیصده زیاتوالی ښيي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان په تېر ميلادي کال کې مایع ګاز، پټرول او ډیزل له بېلابېلو سیمه‌ییزو هېوادونو وارد کړي دي، چې د دغو وارداتو ټولیز ارزښت له دوو میلیاردو او ۴۹۶ میلیونو ډالرو څخه اوښتی دی.

د سونګو مواد د هېواد له اساسي اړتیاوو څخه شمېرل کېږي، او د وارداتو زیاتوالی یې کولای شي په بیو، د ترانسپورت په فعالیتونو او د تولیدي سکتورونو په کار باندې مستقیم اغېز ولري. سره له دې، د طالبانو اداره لا تر اوسه د عرضې د سرچینو، د بیو د څار میکانیزم او د بازار د نوسانونو د مخنیوي په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې د سونګو پراخه واردات د افغانستان اقتصاد د سیمه‌ییزو بدلونونو پر وړاندې زیان‌منوي، او اړتیا ده چې د بازار د مدیریت او د مصرف کوونکو د ملاتړ لپاره روښانه پروګرامونه عملي شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button