اقتصادمهم خبرونه

د عقرب په میاشت کې د خوراکي توکو بیې ۲.۳ سلنه لوړ شوي

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د سږ کال د عقرب میاشتې په ترڅ کې د خوراکي توکو بیې په منځنۍ توګه ۲.۳ سلنه لوړ شوي دي. دغه زیاتوالی تر ډېره د غلو دانو، غوښې، مېوو او سبزیو په برخو کې لیدل شوی.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د حبوباتو بیې ۱.۳ سلنه، د غوښې ۱.۶ سلنه، د مېوو ۱۰.۳ سلنه او د سبزیو ۲.۱ سلنه زیاتې شوي دي. همداراز، د غیر خوراکي توکو بیې هم ۱.۲ سلنه لوړې شوې دي، چې دا زیاتوالی د کورونو د کرایو د ۳.۵ سلنه لوړوالي او د روغتیايي خدماتو د ۱۳.۹ سلنه زیاتوالي له امله رامنځته شوی دی.

له بلې خوا، د ټول مصرفوونکي تورم شاخص هم د عقرب په میاشت کې د تېرې میاشتې پرتله ۱.۶ سلنه لوړ شوی دی. احصایې اداره د دې وضعیت لامل د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو لوړوالی بللی دی.

همداراز، د عقرب میاشتې د کال په پرتله نقطه‌په‌نقطه تورم ۸.۵ سلنه لوړوالی ښيي، چې دا د افغانستانیو کورنیو پر اقتصادي وضعیت مستقیم منفي اغېز لري.

سره له دې چې د افغاني پولي ارزښت په عقرب میاشت کې یو څه ښه شوی او له ۶۶.۸ افغانیو څخه په میزان میاشتې کې ۶۶.۶ افغانیو ته راکم شوی، خو دا بدلون یواځې ۰.۴ سلنه جوړوي. د تېر کال پرتله، د افغانی ارزښت یوازې ۱.۸ سلنه لوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اړتیا وړ توکو بیې ورځ تر بلې لوړېږي. د طالبانو اداره نه یوازې د بیو د راکمولو لپاره مؤثر اقتصادي سیاستونه نه‌دي عملي کړي، بلکې د تورم د زیاتوالي زمینه یې هم برابره کړې ده. د واضح اقتصادي پلان نشتوالی او د خلکو د ژوند پر وضعیت بې‌پروايي د هېوادوالو ژوند لا سخت کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button