د پاکستان تحريک طالبان لخوا پر سرحدي مرکز بريد شنډ شو

پاکستاني چارواکي وايي چې د تحريک طالبان پاکستان اړوند وسلوالو لخوا پر يوه سرحدي اډه په نکندی سيمه کې د بلوچستان ايالت يو ډلهييز بريد د امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شو، او بريد کوونکي خپل هدف ته له رسېدو مخکې ووژل شول.
د جنوبي بلوچستان د سرحدي قول اردو وياند ویلي، پېښه هغه وخت پيل شوه چې يوه ځانمرګي بريدګر د اډې اصلي دروازې ته ځان والوزاوه. له دې وروسته نورو وسلوالو غوښتل د رامنځته شوې ګډوډۍ څخه په ګټې اخيستنې سره اډې ته ننوزي، خو د چټک غبرګون ځواکونه پر وخت ورسېدل او لږ تر لږه درې بريدګر یې وژلي دي.
د دې بريد سره هممهاله، د شنبې په ورځ د بلوچستان په کوټه او ديره مراد جمالي ښارونو کې لږ تر لږه اووه چاودنې وشوې، چې د ايالتي ښارونو ترمنځ د اصلي رېل پټلۍ يې ګډه وډه کړه او د خلکو ترمنځ يې وېره خپره کړه. راپورونه وايي چې دغه بريدونه د لاسي بمونو او سړکغاړې ماينونو له لارې ترسره شوي، خو تر دې دمه د انساني تلفات په اړه جدي راپور نشته.
په پاکستان کې د وژونکو بريدونو دا وروستی بهير له هغه وروسته زور اخيستی چې تحريک طالبان پاکستان په نومبر ۲۰۲۲ کې خپله يوطرفه اوربند پای ته ورساوه. دا ډله څو ځلي ويلي چې د هېواد امنيتي ځواکونه او پوليس به د دوی د تاوتريخوالي مستقيم هدف وي.
په ځانګړي ډول په ناآرامه بلوچستان او خیبرپښتونخوا ايالتونو کې د ترهګريزو بريدونو زياتوالي، د افغانستان سره په نږدې پولو کې د ناامنۍ پراخیدو په اړه سیمهییزې او نړیوالې اندېښنې دوهچنده کړې دي. دا حالت يو ځل بيا د طالبانو ادارې د شورشي ډلو پر فعاليتونو د کنټرول او مدیریت کمزوري څرګندوي.




