دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

د ښځینه خبریالانو پټه فعالتونه د محدودیتونو تر سیوري لاندې دوام لري

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) د ۲۰۲۵ کال د نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د هېواد یو شمېر ښځینه خبریالانې، سره له محدودیتونو او ګواښونو، لا هم په پټه توګه د رسنیو په برخه کې کار ته دوام ورکوي. د دې موندنو له مخې، ۳۲.۷ سلنه ښځینه خبریالانې په پټه توګه فعالیت کوي، په داسې حال کې چې یوازې ۶.۹ سلنه کولای شي په ښکاره خپله مسلکي دنده ترسره کړي.

امسو دا راپور د یکشنبې په ورځ، د حوت په ۱۷مه خپور کړی او ویلي یې دي چې ډېری ښځینه خبریالانې د خپلې امنیت د خوندیتوب لپاره مستعار نومونه کاروي او د کوډ شویو اړیکو له لارې له خپلو رسنیو سره په تماس کې وي. دا وضعیت څرګندوي چې د ښځو لپاره د رسنیو په سکتور کې د کار فضا ډېره محدوده او له خطر ډکه شوې ده.

د دې سروې له مخې، نږدې ۷۰ سلنه ښځینه خبریالانو ویلي چې د ګواښونو او څارنې د مخنیوي لپاره اړ دي ځانسانسوري وکړي. د هغوی په باور، ګواښ، څارل کېدل او انزوا اوس د دوی د مسلکي ژوند یوه ورځنۍ واقیعت ګرځېدلې ده.

په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو د سخت‌دریځو تګلارو له امله د رسنیو او په ځانګړي توګه د ښځینه خبریالانو د خپلواکو فعالیتونو فضا په څرګنده توګه محدوده شوې ده. دا وضعیت د بیان د آزادۍ د ملاتړ نهادونو له انتقاد سره مخ شوی او په هېواد کې د ښځو د غږ د چوپېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

امسو ټینګار کړی چې سره له دې ټولو فشارونو، ښځینه خبریالانې لا هم د افغانستان له دننه نه د معلوماتو په انتقال کې مهم رول لري، که څه هم دا فعالیتونه د هغوی لپاره ډېر شخصي تاوانونه لري. دغه نهاد د خوندي اړیکو د شبکو ملاتړ، د رواني روغتیا خدمتونو برابرول او د ښځینه خبریالانو د هڅو رسمیت پېژندل د افغانستان د رسنیو د راتلونکي د ساتنې لپاره اړین بللي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button