اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان صادرات د پولو محدوديتونو باوجود زياتې شوې

نړيوال بانک په خپل تازه مياشتني راپور کې ويلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو د بندېدو سره سره، د افغانستان صادرات د روان مالي کال د اکتوبر په مياشت کې د تېر سپتمبر په پرتله ۱۳ سلنه زيات شوي دي. د راپور له مخې، افغان سوداګر توانېدلي چې خپلې صادراتي ليکې مؤثر ډول هند او ازبکستان ته ولېږدوي.

دغه نړيوالې ادارې زياته کړې، چې د افغانستان کرنيزو توليداتو ته د ګاونډيو هېوادونو د لوړې شوې تقاضا له امله د صادراتو کچه لوړه شوې ده. راپور زياتوي، چې د خوړو موادو صادرات د اکتوبر په مياشت کې ۲۳۸.۴ ميليونه ډالرو ته رسېدلي، چې دا د ۸.۶ سلنه کلني ودې څرګندونه کوي. همداراز، د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړيو اوو مياشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله دا صادرات ۲۲ سلنه زيات شوي دي.

خو نړيوال بانک د افغانستان د سکرو صادراتو کې د پام وړ کموالی هم تائيد کړی، او عمده لامل يې له پاکستان سره د پولو تړل ښودلي. دا څرګندونه کوي، چې د طالبانو اداره تر اوسه نه ده توانېدلې د هېواد د سوداګريزو لارو د ثبات لپاره لازم اقدامات وکړي.

راپور زياتوي، چې د افغانستان ټول صادرات د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړيو اوو مياشتو کې ۱.۱ ميليارد ډالرو ته رسېدلي چې دا د ۱۰ سلنې کلني ودې نښه ده. په صادراتو کې هند تر ټولو ستر واردوونکی هېواد دی، چيرته چې يوازې د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان ۵۰ سلنه صادرات ورغلي دي.

په وارداتو برخه کې هم ويل شوي، چې د افغانستان واردات د سپتمبر په پرتله د اکتوبر په مياشت کې ۲ سلنه زيات شوي. د اکتوبر د مياشت واردات ۱.۱ ميليارد ډالرو ته رسېدلي، او د مالي کال په اوو مياشتو کې ټول واردات ۷.۶ ميليارد ډالرو ته رسېدلي، چې ۲۱ سلنه کلنۍ وده ښيي. د خامو موادو واردات په ځانګړي ډول ۴۵ سلنه زيات شوي، چې د نړيوال بانک په وينا دا ښيي چې په هېواد کې د توليدي او صنعتي فعاليتونو پراختيا روانه ده.

نړيوال بانک دغه راز د افغانستان پر اقتصاد باندي د فشار څو عوامل ياد کړي، لکه له ايران او پاکستانه د افغان مهاجرو بېرته ستنېدل، د هېواد په شمال او ختيځ کې زلزلو، د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو پرله پسې پرې کېدل او په سيمه کې د همکاريو د لومړيتوبونو بدلون. دا ننګونې، په ځانګړي ډول په داسې حالاتو کې چې د طالبانو اداره نړيواله مشروعيت نه لري، د اقتصادي فرصتونو په وړاندې جدي ګواښونه رامنځته کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button