سياستمهم خبرونه

د افغانستان د سفارت سرپرست په اندونیزیا کې له نوي روسي سفیر سره ولیدل

مولوي سعدالله بلوچ، چې په اندونیزیا کې د افغانستان د سفارت سرپرست دی، له سرګي گنادویچ تولچنوف، په دغه هېواد کې له نوي ټاکل شوي روسي سفیر سره لیدنه او خبرې کړې دي.

د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د دیپلوماتیکو تماسونو پر دوام ټینګار کړی او د ګډ تعامل د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.

په خبرو اترو کې د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو مسئلې مطرح شوې وې او دواړو اړخونو د هغو برخو په اړه چې دواړه یې ورته لیوالتیا لري، خپل نظرونه تبادله کړي دي.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې د افغانستان سياسي استازولۍ له هېواده بهر د طالبانو د ادارې له خوا نومول شویو سرپرستانو تر مشرتابه لاندې کار کوي، او د دغو استازولیو حقوقي او دیپلوماتيک وضعیت لا هم په نړیواله کچه له ابهام سره مخ دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button