د افغانستان له ۸۰ سلنه ډېر خلک لا هم باوري برېښنا ته لاسرسی نه لري

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د باوري برېښنا تر ټولو ټیټه کچه لري. د دې ادارې په وینا، د افغانستان له ۸۰ سلنه ډېره برخه خلک تر اوسه باوري برېښنا ته لاسرسی نه لري او د غوره بدیلو امکاناتو د نه شتون له امله، د ډېرو کورنیو ورځني اړتیاوې د لرګیو او نورو ابتدايي سوځېدونکو موادو له لارې پوره کېږي.
دغه وضعیت نه یوازې د کورنیو هوساینه اغېزمنه کړې، بلکې د روغتیا، خوندیتوب او چاپېریال لپاره هم جدي منفي پایلې لري. د پخلي او د کورونو د تودولو لپاره د لرګیو دوامدار استعمال، د هوا د ککړتیا او تنفسي ناروغیو د زیاتېدو لامل ګرځي، او همداراز طبیعي سرچینې له جدي ګواښ سره مخ کوي.
سره له دې چې افغانستان د نوي کېدونکو انرژیو په برخه کې د پام وړ پوتنسیال لري، خو د طالبانو حکومت په تېرو کلونو کې نه دی توانېدلی چې د برېښنا د تولید اړوند بنسټیزې زېربناوې پراخې کړي. د نړیوالو پانګونو درېدل او د ټولګډونه حکومت نه شتون هغه ننګونې دي چې د دې برخې پرمختیا یې ټکنۍ کړې ده.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وایي، هڅه کوي چې د نوي کېدونکو انرژیو له لارې برېښنا ته لاسرسی په یو شمېر سیمو کې پراخ کړي او پر ناسالمو سوځېدونکو موادو تکیه کمه کړي. خو ترڅو چې په افغانستان کې مشروع حکومت رامنځته نه شي او له بنسټیزو پروژو منظمه ملاتړ شتون ونه لري، د هېواد د انرژۍ د وضعیت د دوامدار پرمختګ هیله نشته.




