مهم خبرونهنړیوال

سوزان هاچینسن: د سفارت تړل د طالبانو پر وړاندې شاتګ دی

د استراليا د ستراتېژيکو پاليسيو انستيتيوت په يو تازه راپور کې د کانبيرا په ښار کې د افغانستان سفارت تړل يو ناسم پرېکړه بللې ده او ويلي يې دي چې دا اقدام به د استراليا مېشتو افغانستانيانو پر ټولنه پراخ اغېز ولري. د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې دا سفارت د روان ميلادي کال د جون پر ۳۰مه نېټه خپل فعاليتونه ودروي.

په دغه مقاله کې ويل شوي چې د افغانستان سفارت په تېرو کلونو کې يوازې يوه ديپلوماتيکه اداره نه وه، بلکې ډول ډول معنوي او فرهنګي خدمتونه يې هم وړاندې کول. د ليکوالې په باور، دا سفارت د استراليا مېشتو افغانستانيانو لپاره د پېژندګلوۍ د ساتنې، فرهنګي استازولۍ او د امن احساس يو سمبولیک ځای و.

د مقالې ليکواله سوزان هاچينسن د افغانستان سفارت تړل د طالبانو د غوښتنو پر وړاندې يو ډول شاتګ بللی دی. هغې ليکلي چې دا پرېکړه د هغو زرګونو افغانستانيانو د هيلو او هڅو خلاف ده چې سره له دې چې له خپل هېواد ليرې ژوند کوي، خو د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره فکري او ټولنيزې پانګونې کوي.

له هغه را وروسته چې طالبان بيا د افغانستان واک ته ورسېدل، د هېواد ډېری ديپلوماتيکې استازولۍ په بهرنيو هېوادونو کې له قانوني او سياسي ستونزو سره مخ شوي دي. منتقدان وايي چې د دغو استازوليو تړل يا سپارل، بې له دې چې د بهر مېشتو افغانستانيانو غوښتنې او اندېښنې په پام کې ونيول شي، کولای شي د هغوی له خپل هېواد سره اړيکې کمزورې کړي او په عملي ډول به طالبانو ته په ديپلوماتيکو جوړښتونو کې د نفوذ پراخېدو زمينه برابره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button